بایدن په اوکراین کې د امریکايي وګړو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن په اوکراین کې موجودو امریکايي وګړو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو په اړه خبرداری ورکړ.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن په اوکراین کې موجودو امریکايي وګړو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو په اړه خبرداری ورکړ.
بایدن په اوکراین کې د امریکایي وګړو نه هر څه ژر ددې هیواد نه وتو غوښتنه وکړه.
لومړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې موجودو امریکايي وګړو ته هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو په خاطر خبرداری ورکړی وو.
د امریکا ولسمشر بایدن د ان بي سي تلویزیون سره په مرکه کې په اوکراین کې د موجودو امریکايي وګړو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې امریکا به د اوکراین نه د امریکایي وګړو د تخلیې په خاطر دې هیواد ته پوځیان ونه لیږي.
بایدن وویل چې هر شیبه ددې احتمال شتون لري چې روسیه پر اوکراین برید وکړي. هر شیبه ددې احتمال شتون لري چې په اوکراین کې حالات د کنټرول نه ووځي. پوتین باید پدې برخه کې یو څه وکړي.
هغه وویل چې په اوکراین کې زمونږ په مقابل کې کوم ترهګریز سازمان شتون نلري. یو ډیر ستر پوځ شتون لري. امریکا هیڅوخت هم د اوکراین د مسئلې په اړه د روسیې سره په جګړه کې دخیله کیدای نشي. که چیرې دا کار وکړو نړۍواله جګړه به پيل شي.
همداشان هغه د امریکا د پوځ لخوا د افغانستان نه د امریکايي وګړو او ځواکونو د تخلیې په اړه د جوړ شوي راپور په اړه هم غبرګون وښود.
هغه وویل چې دا راپور ردوي. په راپور کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ملکي وګړو او یو زیات شمیر طالبانو د وژلو په اړه لیکل شوي دي. خو هغه څه چې په هغه وخت کې ماته ویل شوي وو هغه پدې راپور کې نشته او دا بل څه دي چې د همدې امله يي ردوي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.