ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د لا درکه شوو ښځینه مدني فعالانو د برخلیک په اړه اندیښنه وښوده.
په کابل کې د لا درکه شوو ښځینه مدني فعالانو د برخلیک په اړه اندیښنې مخ په ډیریدو دي
ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د لا درکه شوو ښځینه مدني فعالانو د برخلیک په اړه اندیښنه وښوده.
ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې درې اونۍ مخکې د لا درکه شوو ۶ تنو ښځینه مدني فعالانو نه تر اوسه پورې هیڅډول خبر ندی ترلاسه شوی.
د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي دي " د افغانستان په پلازمینه کابل کې ښځینه مدني فعالانې چې د ښځو د حقونو نه د دفاع په موخه د ترسره کړې مظاهرې نه وروسته نیول شوي او یا تښتول شوي په اړه يي هیڅډول معلومات نشته دی. د نوموړو ښځینه مدني فعالانو کورنۍ د هغوې د برخلیک او روغتیايي وضعیت په اړه هیڅډول معلومات هم نلري. "
هغه وویل چې د لا درکه شوو ښځینه مدني فعالانو په اړه مو د طالبانو نه د معلوماتو غوښتنه کړې ده . ددې پيښې په اړه مو د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې د نوموړو لا درکه شوو ښځینه مدني فعالانو نه د بعضو کورنۍ ادعاء کوي چې نوموړې د طالبانو لخوا نیول شوې دي خو طالبان بیا دا ادعاءګانې ردوي.