د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن یو ځل بیا روسیې ته سخت خبرداری ورکړ.

جو بایدن : که چیرې روسیه د اوکراین په مسئله کې د مذاکراتو پر ځای پدې هیواد یرغل ته ترجیح ورکړي‌ ډیر سخت بدل به پرې کړي

1771205
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن یو ځل بیا روسیې ته سخت خبرداری ورکړ.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن یو ځل بیا روسیې ته سخت خبرداری ورکړ.

بایدن وویل ، که چیرې روسیه د اوکراین په مسئله کې د مذاکراتو او ډیپلوماسۍ پر ځای پر اوکراین برید ته ترجیح ورکړي‌  ټول مسئولیت به په غاړه واخلي او ددې برید بدل به په ډیره چټکه او جدي‌ توګه پرې کړي.

ولسمشر بایدن د امریکا په غوښتنه د اوکراین او روسیې پر روان کړکیچ د خبرو په موخه نن جوړیدونکي‌ د ملګروملتونو د امنیت شورا د فوق العاده غونډې نه مخکې بیان خپور کړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د روسیې لخوا  د اوکراین  مځکنۍ بشپړتیا او ملي‌ حاکمیت مخامخ ټول ګواښونه د ټولو جزیاتو سره غونډې ته وړاندې شوي‌ دي.

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل او اشغال خطرات او تهدیدونه او په نړۍوالې ټولنې منفي‌ اغیزې او ګواښونه یواځې په اوکراین نه بلکې نړۍوال نظام باندې هم  ډیرې بدې اغیزې کوي او دا ټول مو نړۍوالې ټولنې ته یو یو بیان کړي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ که چیرې روسیه زمونږ  امنیتي‌  اندیښنې د سوله ایزو لارو ، ډیالوګ او مذاکراتو له لارې د حل په برخه کې صمیمي‌ وي ، د امریکا او متحدینو سره به يي د ښه نیت سره په ګډه کار کولو او مذاکراتو ته دوام ورکړي.

هو که چیرې روسیه د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو پر ځای پر اوکراین یرغل ته ترجیح ورکړي ټول مسئولیت به يي خپل وي. همداشان پر روسیې به په ډیره چټکه توګه ددې اقدام بدل پنه ډیره سخته توګه پرې کړو.

هغه ویلي‌ دي‌ چې امریکا او متحدین يي هر ډول سناریو ته پوره چمتوالی لري او چمتوالي‌ ته دوام ورکوي. نړۍواله ټولنه د روسیې د بریدګر او تهدیدونو په مقابل کې باید ډیر غوڅ اقدام وکړي او ددې تهدیدونو ټولو خطراتو ته په خپل وخت د ځواب ورکولو په اړه پوره چمتوالی ولري.

هغه ویلي دي چې د نوموړي‌ بحران په اړه په جوړیدونکې د ملګروملتونو د ملي‌ امنیت شورا غونډه  د روسیې پر خلاف د نړۍوالې ټولنې یو غږ کیدل او په یو غږ روسیې ته د ځواب ورکولو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.



اړوند خبرونه