شمالي‌ کوریا د تیرو ۵ کلونو راهیسې تر ټولو ستر او اوږد واټنه توغندی وازمایه

شمالي کوریا د تیرو ۵ کلونو وروسته د لومړي‌ ځل لپاره تر ټولو ستر او اوږد  واټنه توغندی وازمایه.

1770397
شمالي‌ کوریا د تیرو ۵ کلونو راهیسې تر ټولو ستر او اوږد واټنه توغندی وازمایه

شمالي کوریا د تیرو ۵ کلونو وروسته د لومړي‌ ځل لپاره تر ټولو ستر او اوږد  واټنه توغندی وازمایه.

سویلي‌ کوریا ویلي‌ دي‌ چې  شمالي‌ کوریا نن یکشنبه د جنوري‌ ۳۰ مه د تیرو ۵ کلونو راهیسې د لومړي‌ ځل لپاره تر ټولو اوږد واټنه توغندی  وازمایه.

د سویلي کوریا پوځ ویلي‌ دي‌ اټکل کیږي‌ چې دا بالستیک توغندی لږ تر لږه ۲۰۰۰ واټنیز وي‌ . توغندی په نیم ساعت کې د ۸۰۰ کیلومتره واټن مزل نه وروسته په سمندر کې وغورځید.

سویلي‌ کوریا خبرداری ورکوي‌ کیدای شي چې شمالي‌ کوریا ددینه وروسته د لویو وچو نه تیریدونکی او یا اټومي‌ توغندی وازمایي.

جاپان او سویلي‌ کوریا نن یکشنبه وویل چې دا توغندی په ډیره لوړه ارتفاع کې توغول شوی وو. ګمان کیږي‌ چې دا توغندی ۲۰۰۰ کیلومتره ارتفاع ته رسیدلی وي‌ خو ۸۰۰ کیلومتره واټن نه وروسته سمندر ته وغورځید.

د ویلو ده چې  شمالي‌ کوریا په  د روانې یوې میاشتې په دننه کې دا اوم ځل دی چې توغندي‌ ازمايي‌ خو دا يي بیا تر ټولو قوي‌ او پیاوړی ازمایښت وو. ددې توغندي‌ سرعت ، ارتفاع او واټن ته په کتو سره داسې ښکاري‌ چې دا د ۲۰۱۷ کال راهیسې ددې هیواد لخوا ازمایښت شوی تر ټولو اوږد واټنه او ستر توغندی وي.

همداشان دا ازمایښت ددې ښکارندويي کوي‌ چې ګمان کیږي‌ شمالي‌ کوریا د لویو وچو نه تیریدونکو او اټومي‌ توغندیو په ازمایښتونو پيل وکړي.

شمالي‌ کوریا لخوا په پرله پسې ډول سره د توغندیو ازمايښتونو د نړۍوالې ټولنې جدي‌ اندیښنې پارولي‌ دي.

 

 



اړوند خبرونه