امریکا: روسیې د اوکراین پولو ته نور محاربوي ځواکونه هم استولي دي
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند وویل چې روسیې د اوکراین پولو ته نور ځواکونه هم استولي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند وویل چې روسیې د اوکراین پولو ته نور ځواکونه هم استولي دي.
د پنټاګون ویاند جان کیربي ورځنۍ خبري غونډه کې د اوکراین بحران په اړه پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې روسیې په بیلاروس کې د اوکراین پولو ته نور ځواکونه هم استولي دي. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تحرکات د پام وړ لوړ شوي دي.
هغه وویل چې امریکا د اوکراین په پولو کې روان وضعیت د نږدې نه تعقیبوي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې روسانو د هیواد په لویدیځ او بیلاروس کې د اوکراین پولو ته لا زیات محاربوي ځواکونه استولي دي. هلته د هلته ورځ محاربوي ځواکونو شمیره لوړیږي او مونږ يي د نږدې نه څارو.
هغه وویل چې امریکا د اوکراین سره دفاعي برخو کې مرستو ته دوام ورکوي . هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا ولې اوکراین ته دفاعي سیستم نه ورکوي ؟ داسې وویل، نه غواړم چې اوکراین ته د ورکړ شوو وسلو د جزیاتو په اړه څه ووایم. ګمان کوم چې د دفاعي سیستم او وسلو په اړه خبرې اترې دوام لري. خو دا نشم ویلی چې کوم ډول وسلې به ورکړل شي او څه به ورکړل شي.
هغه د امریکا لخوا ۸۵۰۰ تنو ځواکونو د اماده باش کولو په اړه وویل ، ددې ځواکونو یوه برخه د ۸۲یمې او ۱۰۱م فرقو چې د افغانستان او عراق په یرغل کې ترینه کار اخیستل شوی دی او په اریزونا، تکزاس، لوئیزیانا او جورجیا په ګډون د ۴ هوايي هډو ځواکونه دي او ټول په پوره چمتوالي په وضعیت کې قرار لري.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.