سپینه ماڼۍ : ددې احتمال شتون لري چې روسیه هره شیبه په اوکراین برید وکړي

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ویاندې جین ساکي‌ خبرداری ورکړ  چې په یو داسې مرحله کې قرار لرو چې  کیدای شي روسیه هره شیبه په اوکراین  برید وکړي.

1764766
سپینه ماڼۍ : ددې احتمال شتون لري چې روسیه هره شیبه په اوکراین برید وکړي

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ویاندې جین ساکي‌ خبرداری ورکړ  چې په یو داسې مرحله کې قرار لرو چې  کیدای شي روسیه هره شیبه په اوکراین  برید وکړي.

جین ساکي‌ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې خبري‌ غونډې ته وکړې. هغې د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان کړکیچ د وروستیو پرمختګونو په اړه  ارزونې وکړې.

هغې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن اوکراین او جرمني‌ ته سفر ترسره کړي. هغه به د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان تاوتریخوالي‌ د کچې د راټیټولو په موخه  مهمې لیدنې کتنې وکړي.

هغې وویل چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر بلینکن تیره ورځ د خپل روس سیال سرګي‌ لاروف سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې او د راتلوونکې جمعې په ورځ‌  په جینیوا کې د مخامخ لیدنې په اړه سره په تفاهم ورسیدل.

جین ساکي‌ وویل چې پدې لیدنه کې به د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اوکراین په مسئله کې روسیې ته خبرداری ورکړي.

هغې وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان کړکیچ یواځنی مسئول د  اوکراین پولو ته د لسګونو زرو تنو سرتیرو استوونکی روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دی.

هغه وویل په ډیره ښکاره توګه وایم چې دم ګړۍ وضعیت تر وروستۍ درجې خطرناک دی.  هره شیبه ددې احتمال شتون لري‌ چې روسیه په اوکراین برید وکړي. نن ورځ دې پړاو ته رارسیدلي یو. بلینکن به په جینیوا کې د خپل روس سیال سره د ډیپلوماسۍ له لارې د دې ستونزې د حل لارو نه یادونه وکړي. که چیرې روسیه په اوکراین یرغل وکړي‌‌ او دا هیواد اشغال کړي‌ ددې پایلې به ډیرې ترخې وي.

د روسیې لخوا د اوکراین د اشغال په صورت  ټول انتخابونه د امریکا د لاس لاندې دي. د ډیرو سختو اقتصادي‌ بندیزونو په اړه د خپلو اروپايي متحدینونو سره  د تماس په حال کې یو.



اړوند خبرونه