په عراق کې د امریکايي ځواکونو په پوځي‌ کتار چاودنه شوې ده .

د عراق د الدیوانیه په ښار کې د امریکايي ځواکونو پر کتار برید شوی

1748880
په عراق کې د امریکايي ځواکونو په پوځي‌ کتار چاودنه شوې ده .

په عراق کې د امریکايي ځواکونو په پوځي‌ کتار چاودنه شوې ده .

د عراق په سویل کې د الدیوانیه ښار مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې  پرون  پدې ښار کې د امریکايي ځواکونو په یو پوځي‌ کتار چاودنه شوې ده .

د عربي‌ رسنیو د خبر له مخې ددې برید مسئولیت د خیبر لوا په نامه یوې ډلې په غاړه اخیستی دی. همداشان دې ډلې ویلي‌ دي‌ چې هر څه ژر به د امریکايي ځواکونو پر خلاف د خپلو عملیاتو انځورونه او ویدیوګانې هم نشر کړي.

پدې برید کې امریکایي ځواکونو ته د اوښتو ځاني‌ زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو میاشتو کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر خلاف ډیری بریدونه د هغه ډلو لخوا کیږي‌ چې په لویدیځه اسیا کې ددوې د روان پوځي‌ حضور مخالفې دي.

د ویلو ده چې په عراق  کې پر امریکايي ځواکونو هله د بریدونو کچه لوړه شوه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري‌ په میاشت کې د ایران تر ټولو پر پياوړي قومندان او د حشد الشعبي‌ پر مرستیال مرګوني‌ بریدونه وکړل.

د سلیماني‌ او ابو مهدي‌ المهندسي‌ د وژل کیدو نه وروسته په عراق کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو کچه لوړه شوه.



اړوند خبرونه