چین: نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ترسره شوو جرایمو پوښتنه وکړي

چین پر نړۍوالې ټولنې د امریکا لخوا په افغانستان کې د ترسره شوو جنایتونو د پوښتنې کولو غږ وکړ.

1747874
چین: نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ترسره شوو جرایمو پوښتنه وکړي

چین پر نړۍوالې ټولنې د امریکا لخوا په افغانستان کې د ترسره شوو جنایتونو د پوښتنې کولو غږ وکړ.

چین پر افغانستان د امریکا متحده ایالتونو پوځي‌ مداخله په کلکه توګه وغندله او نړۍوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د امریکا په افغانستان په جنګي‌ جرایمو تورن کړي‌ او ددې هیواد نه ددې جرایمو پوښتنه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پلازمینه بیجینګ کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل امریکا چې په هر فرصت او غونډه کې د ډیموکراسۍ او بشري‌ حقونو نه یادونه کوي  د همدې امریکا د پوځ لخوا په افغانستان کې بې ګناه او مظلوم افغانان په قتل رسول شوي‌ او یوې غاړې ته غورځول شوي‌ دي. حتا د امریکايي ځواکونو لخوا د وژل شوو افغانانو کورنۍ د شکایت ځای نلري‌ چې ددې ظلمونو نه چاته شکایت وکړي.

هغه په کابل کې د امریکايي ځواکونو وروستي‌ برید ته په اشارې سره چې د ۷ تنو ماشومانو په ګډون لسو تنو افغانانو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو وویل، امریکا نن ورځ  ددې بې ګناه انسانانو د په قتل رسولو فاعلین برائت کوي او هغوې د هر ډول سزا نه معاف کوي. ویاند پر امریکا ډیرې سختې نیوکې وکړې او د امریکا ددې تصمیم نه یي د یو ډیر ناروا تصمیم په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې د امریکا لخوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په نامه په افغانستان، عراق او سوریې ترسره کړې وحشي پوځي‌ مداخله په کلکه توګه غندو.

هغه پر  نړۍوالې ټولنې د امریکايي ځواکونو لخوا پدې هیوادونو کې د ترسره شوو جنګي‌ جرایمو  د  څیړولو او پدې اړه د امریکا نه د حساب پوښتنو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه