په روسیه کې د ارتدوکس د کلیسا په یو ښوونځي کې چاودنه شوې ده .
په روسیه کې په یو ښوونځي بمي برید شوی
په روسیه کې د ارتدوکس د کلیسا په یو ښوونځي کې چاودنه شوې ده .
د روسیې د سرپوخوف په ښار کې یو تن د ارتدوکس کلیسا اړوند په یو ښوونځي بمي برید وکړ. د یاد شوي ښار امنیتي مسئولینو ویلي دي چې برید کوونکی ښوونځي ته د ننوتو نه وروسته يي بم وچولو.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې برید کوونکی ۱۸ کاله عمر لري او د همدې ښوونځي پخوانی زده کوونکی دی.
د روسیې کورنیو چارو وزارت د پيښې په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې پدې پیښه کې برید کوونکی او یو بل تن ټپي شوي دي خو عیني شاهدانو بیا د ټپیانو شمیره زیاته ښودلې ده.
د بله پلوه د فرانسې د اینټرفکس خبري اژانس بیا د امنیتي مسئول چې نه ييغوښتل نوم يي واخیستل شي له قوله لیکلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د برید نه وروسته زده کوونکي او ښوونکي د ښوونځي نه تخلیه شوي دي.
د برید انګیزه معلومه نده.