د هندوستان لوی درستیز د خپلې میرمنې او ۱۱ تنو نورو پوځیانو سره یو ځای ژوند د لاسه ورکړ
د هندوستان لوی درستیز، د هغه میرمن او ۱۱ تنو نورو پوځیانو د چورلکې د سقوط په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.
د هندوستان لوی درستیز، د هغه میرمن او ۱۱ تنو نورو پوځیانو د چورلکې د سقوط په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.
د هندوستان پوځ ویلي دي چې د لوی درستیز بپین راوات چورلکې چې د هغه میرمنې او ۱۱ تنه نور پوځیانو هم پکې شتون درلود سقوط وکړ.
د هندوستان هوايي ځواکونو ویلي دي چې پدې چورلکه کې د لوی درستیز بپین راوټ او د هغه میرمنې په ګډون ۱۴ تنو شتون درلود.
پدې پيښه کې لوی درستیز بپین راوټ ، د هغې میرمن مدهولیکا راوټ او ۱۱ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی
ویل کیږي دا پيښه د ټامیل ناډو ایالت اړوند د نیلګیرس په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته لومړی د سیمې خلک د پيښې ځای ته رسیدلي او د ژغورنې په چارو يي پیل کړی دی.
ویل کیږي دا چورلکه د سلور د پوځي هډې نه د الوتنې نه لنډه موده وروسته د نیلګیرس په سیمه کې ولویده.
د بله پلوه د هندوستان د اټراکنډ په ایالت کې د لوی درستیز په ګډون د پوځیانو د چورلکې د سقوط له امله د درې ورځو لپاره ماتم اعلان کړ.