په امریکا کې د کرسمس پر لمانځونکو د برید سره په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین  په ایالت کې یو تن  د کرسمس  پر لمانځونکو د موټر سره برید وکړ چې له امله نږدې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1736700
په امریکا کې د کرسمس پر لمانځونکو د برید سره په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین  په ایالت کې یو تن  د کرسمس  پر لمانځونکو د موټر سره برید وکړ چې له امله نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دا پيښه د ویسکونسین ایالت اړوند د واوکشا په ښار کې رامنځته شوې ده . پيښه په ځايي وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۳۹ دقیقو رامنځته شوه.

د واوکشا د ښار د پولیسو مشر خبري رسنیو ته وویل چې یو سور رنګه موټر د کرسمس د لمانځنې په موخه په راټولو شوو خلکو برید وکړ او ګن شمیر کسان يي د موټر لاندې کړل.

پولیسو پر موټر د ډزو د کولو نه وروسته موټر ودرول شو او یو تن شکمن کس نیول شوی دی.

هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې په لسګونو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده .

د یاد شوی  ښار مقاماتو ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او تر ۴۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.

د یاد شوي ښار د پولیسو مشر ویلي دي چې د پيښې ډیر قربانیان ماشومان . همداشان ددې ماشومانو هویت نشي اعلانولی.

همداشان عینې شاهدانو بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پيښې په ځای کې ډیر زیات کسان پراته ول چې ګن شمیر کسانو يي ژوند د لاسه ورکړی وو.

د یاد شوي ښار لوی څارنوال د خپل ټویټر پانې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې دې پيښې شاک کړی دی. دا څه پیښ شول. هغه ویلي دي چې خامخا به ددې پیښې مسئولین عدالت ته راکش شي  او د خپلو اعمالو په سزا به ورسول شي.

د پيښې په ویدیوګانو کې ښکاري چې ماشومان او لویان خوښي کوي او نڅاګانې کوي چې ناڅاپه یو سور رنګه موټر په ډیر سرعت سره د خلکو په منځ کې داخلیږي او خلک لاندې کوي.

ویل کیږي ددې پیښې ډیری قربانیان د کاتولیک کلیسا د ښوونځي  زده کوونکي  دي.


پيوندونه: #برید , #کرسمس , #امریکا

اړوند خبرونه