امریکا متحده ایالتونو د روسیې لخوا په فضا کې د سپوږمه کیو ضد توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.

امریکا : روسیې په فضا کې د سپوږمه کۍ ضد توغندي د ازمایلو سره نړۍوال فضايي سیستم د ګواښ سره مخامخ کړی دی

1734436
امریکا متحده ایالتونو د روسیې لخوا په فضا کې د سپوږمه کیو ضد توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې روسیې په فضا کې د سپوږمه کیو ضد یو توغندی ازمایلی دی. روسیې دا توغندې په یوې خپلې سپوږمه کۍ ازمایلی دی او ددې ازمایښت سره فضايي سیستم د ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د روسیې دا ډول  خطرناک او غیرې مسئولانه اقدامات په اوږد مهاله توګه د فضايي سیستم تداوم د ګواښ سره مخامخوي.

هغه ویلي دي چې د روسیې ددې ازمایښت سره تر اوسه پورې تر ۱۵۰۰ ډیر د لیدولو وړ د مدار کثافات او په سلګونو زره کوچني مداري کثافات يي رامنځته کړي دا په ښکاره توګه نړۍوالې ګټې ګواښي.

هغه د روسیې لخوا ددې ازمایښت نه د یو ډیر خطرناک ګام او غیرې مسئولانه عمل په توګه یادونه وکړه او زیاته کړه چې دا ډول اقدامات د ټولې نړۍ ګټې د ګواښ سره مخامخوي.

هغه وویل چې دا ډول ازمایښتونه د فضا نړۍوال ستیشن ته د ستورمزلو سربیره د نورو انسانانو علمي سفرونه او فعالیتونه د ګواښ سره مخامخوي.

پرایس د روسیې لخوا د فضايي وسلو مخالفت کول یوه ظاهري خبره وبلله او وویل چې روسیه پدې برخه کې دوه مخي کوي. دوه ګونی چلند کوي. په ظاهر کې یوه خبره کوي او به باطل کې بیا بل څه کوي.



اړوند خبرونه