ټي آر ټي د داعش او نورو ترهګرو سازمانونو سره د فرانسې د استخباراتو اړیکې افشا کړې
ټي آر ټي ورلډ د جوړ کړي مستند فلم سره د داعش او پې کاکا په ګډون د ترهګرو سازمانونو سره د فرانسې د استخباراتو پټې اړیکې او د هغوې تمویل په ډاګه کړ
د ترکیې ملي راډیو تلویزیون نړۍوال تلویزیون ( ټي آر ټي ورلډ ) دوه کاله د نږدې نیم میلیون اسناد او شواهدو د څیړولو په نتیجه کې جوړ کړی د فابریکې په نامه په مستند فلم کې د لافارژ په نامه ساختماني فرانسوي شرکت لخوا د فرانسې د استخباراتو تر کنټرول لاندې د داعش او پي کاکا په ګډون یو زیات شمیر ترهګر سازمانونو د تمویل او هغوې ته د لسګونو میلیونو ډالرو ورکول په ډاګه کړل.
د ویلو ده چې دا مستند فلم به د داعش ترهګري سازمان لخوا په پاریس کې په هممهاله توګه د ترسره شوو ترهګریزو بریدونو په شپږمه کلیزه یعنې د نوامبر په ۱۲ او ۱۳ مو نیټو د ټي آر ټي خبر ، ټي آر ټي ورلډ او ټي آر ټي عربي تلویزیوني کانالونو لخوا نشر ته وسپارل شي.
پدې مستند فلم کې د سوریې د کورنۍ جګړې د تورتمو نقطو نه یو روښانه شوې ده . همداشان پدې مستند فلم کې د لافارژ په نامه د مشهور فرانسوي ساختماني شرکت اصلیت چې د چا لخوا اداره کیږي، په سوریه کې ددې شرکت د فعالیت اصلي موخه څه دی؟ همداشان څه ډول يي د اروپايي ټولنې فنډونه د فرانسې د استخباراتو د کنټرول لاندې داعش او پي کاکا ترهګرو سازمانونو ته ورکړي او فرانسوي سیاستوالو او استخباراتو ددې شرکت په اړه د عدلي او اداري تحقیقاتو مخه په څه ډول نیولې ده دا ټول يي ګام په ګام بیان کړي دي.
همداشان په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې تمویل څه ډول د پاریس بریدونو ته زمینه برابره کړې دا ټول د جزیاتو سره بیان شوي دي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د خپل ټویټر پاڼې له لارې ددې مستند فلم د یوې برخې په خپرولو سره ویلي دي ″ یو فرانسوي شرکت چې په لسګونو میلیونه ډالره يي ترهګریزو سازمانونو ته ورکړي او هغوې يي تمویل کړي. همداشان ددوې چټلۍ اړیکې.... همداشان د انسان ژوند په هیڅ شمیر او یو زیات شمیر انسانان د خپلو کورنیو نه جلا شول او په زرګونو تنه بې ګناه انسانانو وژنې .... دا یو داسې مستند فلم دی چې نړۍ ته به ټکان ورکړي. د فکټوري یا فابریکې په نامه دا مستند فلم به د نوامبر په ۱۲ مه نیټه د ټي آر ټي خبر خبري کانال لخوا نشر شي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.