پوتین : خپل پوځ به هر څه ژر په اس ۵۰۰ دفاعي توغندیو سیستم سمبال کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې  اس ۵۰۰ دفاعي‌ سیستم به د روسیې نه د امریکا د تهدیدونو پر وړاندې دفاع وکړي.

1727796
پوتین : خپل پوځ به هر څه ژر په اس ۵۰۰ دفاعي توغندیو سیستم سمبال کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې  اس ۵۰۰ دفاعي‌ سیستم به د روسیې نه د امریکا د تهدیدونو پر وړاندې دفاع وکړي.

هغه وویل چې اس ۵۰۰ دفاعي‌ توغندیو په رسمي‌ تولیداتو پيل شوی دی او په راتلوونکي‌ کال کې به د روسیې وسله والو ځواکونو په اختیار کې ورکړ شي‌ او په فعالیت به پيل وکړي.

پوتین دا څرګندونې د سوچي‌ په ښار کې د دفاع وزارت او دفاعي‌ صنایع د مسئولینو سره په غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې د بعضو دولتونو لخوا د روسیې پولو ته نږدې په سیمو کې دفاعي سیستمونو په ګډون ځیني‌ وسلې او مهمات ځای په ځای کړي‌ دي. همداشان ستراتیژیک مساواتو د لمنځه وړو په خاطر اوس هم اقدامات روان دي. روسیه د خپل ملي‌ امنیت په خاطر پدې ډول تهدیدونو سترګې پټولی نشي او دې تهدیدونو ته به لازم خواب ورکړي.

هغه زیاته کړه چې پدې چوکاټ کې په فضايي او دفاعي‌ برخو کې د روسیې د پوځ  وړتیا د پام وړ لوړه شوې ده . همداشان د دولت د وسلو د پروګرام په چوکاټ کې په تیرو ۴ کلونو کې  پوځ ته ۲۵ عدد اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو سیستمونه ورکړل شي. ددې ترڅنګ څه باندې ۷۰ جنګي‌ الوتکې ورکړ شوي‌ دي. همداشان د پوځ څه باندې ۲۰ اس ۳۰۰ دفاعي‌ سیستمونه او ۹۰ جنګي‌ الوتکې او جنګي‌ چورلکې په لوړو ټکنالوژیو سمبال او مدرنیزه شوي‌ دي.

هغه وویل چې پدې وروستیو ورځو کې د امریکا یوه جنګي‌ بیړۍ تورې بحیرې راغلې او حتا مونږ دا کښتۍ د دوربین سره لیدلی شو. د امریکا لخوا په اروپا کې د منځ واټنه توغندیو ځای په ځای کولو روسیې ته ښکاره تهدید جوړ کړی دی.

د همدې امله د مخکینو پریکړې سره سم به په راتلوونکو کلونو کې پوځ ته څه باندې ۲۰۰ جنګي‌‌ الوتکې او چورلکې، ۲۶ اس ۳۵۰ او اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو سیستمونه او ددې سربیره د اس ۵۰۰ دفاعي‌ سیستم چې په رسمي‌ تولیداتو پيل شوی دی ورکړ شي.

پوتین د روسیې سمندري‌ ځواکونه په مدرنو وسلو او تجهیزاتو د سمبالولو غوښتنه هم وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۴ کلونو کې روسیې سمندري‌ ځواکونو ته ۴۹ جنګي‌ بیړۍ، ۹ توغندیو سیستمونه او ۱۰ الوتکې او چورلکې ورکړ شوي دي.

همداشان هغه وویل چې دفاع وزارت باید بهرنیو هیوادونو سمندري‌ ځواکونو اټومي‌ تحت البحري‌ کښتیو، جنګي‌ کښتیو او ډرون کښتیو شمیره په نظر کې نیولو سره روسیې سمندري‌ ځواکونو د وړتیا د لا لوړولو په خاطر لازم ګامونه اوچت کړي. هغه سمندري‌ ځواکونو ته د نورو جنګي‌ الوتکو او پرمختللو وسلو او مهماتو د ورکولو غوښتنه هم وکړه.



اړوند خبرونه