په امریکا کې د هالووین د لمانځولو پر مهال په وسله والو بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په امریکا کې د په تیرو دوو ورځو کې په وسله والو بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1727793
په امریکا کې د هالووین د لمانځولو پر مهال په وسله والو بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په امریکا متحده ایالتونو کې د هالووین  د لمانځونو په ترڅ‌ کې  په وسله والو بریدونو کې  په لسګونو  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  .

په امریکا کې د هالووین د لمانځولو پر مهال ګن شمیر وسله وال بریدونه رامنځته شوي‌ دي.

د امریکا د سي ان ان تلویزیون د خبر له مخې په امریکا کې د هالووین جشن سږ کال یو ځل بیا خونړی تیر شو.

په امریکا کې د کالیفورونیا نه نیولې تر فلوریدا پورې په یو زیات شمیر سیمو کې په وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه او ۵۲ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه په امریکا کې د تاوتریخوالي‌ ارشیف ویبپاڼې ویلي‌ دي‌ چې د ۲۰۲۱ کال په تیرو میاشتو کې ۵۹۹ وسله وال بریدونه ترسره شوي‌ .

همداشان په ۲۰۲۰ کال کې ټولټال ۶۱۱ وسله وال بریدونه شوي وو او په ۲۰۱۹ کال کې بیا ۴۱۷ وسله وال بریدونه شوي‌ وو.



اړوند خبرونه