په ترکیه کې د امریکا په ګډون د لسو لویدیځو هیوادونو سفیرانو په شا ګام اوچت کړ

په انقره کې د امریکا په ګډون د لسو هیوادوالو سفیران چې د ولسمشر اردوغان لخوا د ترکیې نه په شړولو ګواښل شوي‌ وو په شا ګام اوچت کړ او د ترکیې د قوانینو مراعات کولو ژمنه يي‌ وکړه

1724816
په ترکیه کې د امریکا په ګډون د لسو لویدیځو هیوادونو سفیرانو په شا ګام اوچت کړ

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په ترکیه کې  د امریکا په ګډون د لسو هیوادونو  سفیران د ترکیې په داخلي‌ او قضايي قوې په چارو  کې د مداخلې  له امله  د هیواد نه په شړولو د ګواښولو نه وروسته نوموړو سفیرانو په شا ګام اوچت کړ .

د امریکا په ګډون د لسو هیوادونو سفیرانو  د جلا جلا بیانونو په خپرولو سره ویلي‌ دي چې د وینا د کنواسیون ۴۱  مادې ته چې له مخې سفارتونه  باید د کوربه هیواد قوانین او اصولو ته درناوی وکړي‌  ژمن دي. نوموړو ویلي‌ دي‌ چې د ترکېې قوانینو او اصولو رعایت کولو ته ژمن دي.

د ویلو ده چې امریکا په مشرۍ د کاناډا ، فنلنډ، ډنمارک، هالنډ، سویډن، ناروې، فرانسې، جرمني او نوي زیلاند په ګډون  لسو لویدیځو هیوادوالو سفیرانو د اکتوبر په ۱۸ مه نیټه په ګډه توګه د بیان په خپرولو سره   په ترکیه کې د زنداني‌ عثمان قاوالا  د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه کړې وه. همداشان نوموړو په خپور کړي‌ بیان کې ویلي وو چې د عثمان قاوالا دعوا او محاکمه د ترکیې پر ډیموکراسۍ  بدې اغیزې کوي.

ددې پرمختګ نه سمدلاسه وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یاد شوي‌ سفیران بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل او ډیر سخت غبرګون يي‌ وښود.

همداشان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افریقا د سفر نه د راستنیدو نه وروسته يي د نوموړو سفیرانو په پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې ترکیه جمهوري دولت کوم قبیلوي دولت ندی . هیڅوک د ترکیې په کورنیو چارو کې او بیا د قضايي ارګانونو په چارو کې د مداخلې حق نلري.

ولسمشر اردوغان وویل چې بهرنیو چارو وزارت ته يي سپارښتنه کړې ده چې ددې سفیرانو په اړه لازم ګام اوچت کړي‌ او دوی نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړي‌ .

د ولسمشر اردوغان ددې سخت غبرګون او دا سفیران د ترکیې په شړولو د ګواښلونو نه وروسته  نوموړو په شا ګام اوچت کړ او وویل چې د ترکیې قوانینو او اصولو مراعات کولو ته ژمن دي.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس بیا  په ورځنۍ خبري‌ غونډه کې ددې پرمختګ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، امریکا  د ترکیې سره ګډۍ همکارۍ ته اهمیت ورکوي‌ او ناټو د سازمان د متفق او متحد په توګه د هر ډول ستونزې په حل کې به ډیالوګ او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړو. ډیالوګ او مذاکرات د بایدن د حکومت په لومړیتوب کې قرار لري. هغه وویل چې  تر ټولو غوره لاره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو او چوکاټ کې همکاریو دوام دی. امریکا او ترکیه په یو زیات شمیر برخو کې ګډې ګټې لري.



اړوند خبرونه