بایدن : امریکا د ټایوان نه دفاع کولو ته ژمن دی
بایدن: د چین لخوا په ټایوان د پوځي مداخلې په صورت کې به د ټایوان نه دفاع وکړو
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې د چین لخوا پر ټایوان د پوځي حملې په صورت کې به د ټایوان نه پوځي ملاتړ وکړ.
هغه وویل چې هیواد يي د ټایوان نه دفاع کولو ته ژمن دی.
جو بایدن دا څرګندونې د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې د چین د توسعې د پروګرام په اړه هیڅډول واهمه نلري. ځکه چې چین، روسیه او ټوله نړۍ پدې ډیره ښه پوهیږي چې امریکا د نړۍ سوپر طاقت او سوپر قوت دی. د هر پلوه . البته چې د پوځي پلوه هم .
هغه زیاته کړه چې مونږ د چین سره د یوې بلې سړې جګړې د پيلولو غوښتونکې نه یو. مونږ یواځنۍ غوښتنه او هدف دادی چې چین باید پدې خبره ځان پوه کړي چې امریکا د خپلو ژمنو نه عقب نشیني نکوي.
د ویلو ده چې د چین او ټایوان ترمنځه کړکیچ خپل وروستي حد ته رسیدلی دی. د چین ولسمشر یو څه موده مخکې اعلان وکړ چې ددې وخت رارسیدلی دی چې ټایوان د چین سره یو ځای کړو.
همداشان چین په کراتو امریکا او نورو هیوادونو ته د ټایوان په مسئله کې د مداخلې د نه کولو په برخه کې خبرداری هم ورکړی دی.
د بایدن دا څرګندونې کیدای شي چې چین او امریکا یو ځل بیا سره ښکر په ښکر کړي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.