ناټو سازمان د ۸ تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه
ناټو سازمان د روسیې د ۸ تنو ډیپلوماټانو د اعتبارنامې د فسخه کولو او د هغوې شړولو پریکړه وکړه.
د ناټو سازمان ویلي دي چې پدې ډول يي د روس ډیپلوماټانو شمیره نیمايي ته راټیټه کړه.
ددینه وروسته به د ناټو په سازمان کې د روسیې یواځې ۱۰ تنه ډیپلوماټان پاتې شي.
ناټو سازمان د روسیې د ۸ تنو ډیپلوماټانو د شړولو لامل د استخباراتو لپاره کار کول په ګوټه کړي دي او ویلي دي چې روسیې دا خبره اعلان کړې نده.
همداشان د انګلستان د اسکای نیوز د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی دی چې نوموړي ۸ تنه روس ډیپلوماټان د روسیې د استخباراتو کارکوونکي دي چې ددې هیواد لخوا اعلان شوي ندي. ددې احتمال لوړ دی چې دا کسان د قتل او جاسوسۍ په فعالیتونو کې رول ولري.
ناټو سازمان نوموړو روس ډيپلوماټانو ته د اکتوبر د میاشتې د وروستیو د بلجیم نه د وتو مهلت ورکړی دی. د ویلو ده چې ناټو سازمان کې د روسیې په نماینده ګۍ کې دوه څوکۍ تشې وې چې هغه هم له منځه وړل شوي دي.
پدې ډول د ناټو په سازمان کې د روسیې په نماینده ګۍ کې د روس ډیپلوماټانو شمیره د شلو تنو نه لسو تنو ته راټیټه شوه.