شمالي کوریا نوی ډول " هایپرسونیک " توغندی وازمایه.

شمالي‌ کوریا یو ځل بیا یو ډیر پرمختللی توغندی وازمایه

1712169
شمالي کوریا نوی ډول " هایپرسونیک " توغندی وازمایه.

 

د چین رسمي‌ خبري‌ اژانس ویلي‌ دي‌ چې دې هیواد پرون  د هواسانګ ۸ په نامه پرمختللی توغندی  په ډیر بریالیتوب سره وازمایه.

شمالي‌ کوریا د هواسانګ ۸ د توغندي‌ سره د لومړي‌ ځل لپاره ددې وسلو په چټکه او اغیزمنده توګه د حرکت قابلیت ورکوونکي‌ د نفتو امپول هم استفادې ته چمتو کړ.

د شمالي‌ کوریا یو تن مبصر انکیت پاندا ویلي‌ دي‌ چې د نفتو امپول کارول په اصل کې  د دفاعي‌ سیستم له پلوه یو ډیر مهم پرمختګ دی.

د شمالي‌ کوریا خبري‌ اژانس ویلي دي چې دا نوې وسله به د هیواد د ستراتیژیکو وسلو سره لا زیاته مرسته وکړي او دا به د هیواد تر ټولو د نوو پنځو وسلو نه یوه وي.

د یادولو وړ ده چې شمالي‌ کوریا د یوې میاشتې په دننه کې د دریم ځل لپاره نوې وسلې وازمایلې.

تیره ورځ جاپان وویل چې  شمالي‌ کوریا یو ځل بیا یو نامعلوم توغندی وازمایه.



اړوند خبرونه