د انګلستان کارګر ګوند پر اسرائیل د بندیز لګولو په خاظر مسئوده ومنله

د انګلستان په پارلمان کې کارګر ګوند  پر اسرائیل د بندیز لګولو نه ملاتړې مسوده تصویب کړه.

1711469
د انګلستان کارګر ګوند پر اسرائیل د بندیز لګولو په خاظر مسئوده ومنله

 

د انګلستان مخالف د کارګر ګوند هغه مسوده چې پر اسرائیل د فلسطین د خلکو پر وړاندې د آپارټاید  په توګه مشهور د توکمیز تبعیض نه د کار اخیستو په خاطر د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده پوره ملاتړ کړی دی.

پدې مسئوده کې پر اسرائیل د بندیزونو لګولو نه ملاتړ شوی او پر انګلستان د اسرائیل سره د وسلو د تجارت د فسخه کولو  غږ شوی دی.

همداشان پدې مسئوده کې د اسرائیل لخوا پر فلسطین ترسره شوي‌ بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي‌ او پر لویدیځې تراړې او د اشغال لاندې پر غزې د لګول شوو بندیزونو د لرې کولو غږ شوی دی.

همداشان پدې مسئوده کې پر اسرائیل د اشغال لاندې د فلسطین په خاوره کې د نوو کورونو او ښارګوټو د جوړولو نه د لاس اخیستو غږ شوی دی.



اړوند خبرونه