جو بایدن د ملګروملتونو عمومي‌ اسمبلې ته وینا وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د ملګروملتونو کلني‌ عمومي‌ اجلاس وینا وکړه.

1708845
جو بایدن د ملګروملتونو عمومي‌ اسمبلې ته وینا وکړه

 

هغه په خپله وینا کې د افغانستان نه د چاپیریال د روان بحران او تر کرونا ویروس پراخه وبا ناروغۍ پورې د یو زیات شمیر مسئلو په اړه څرګندونې وکړې. هغه وویل چې د شلو کلونو نه وروسته لومړی ځل دی چې امریکا په جګړه کې قرار نلري.

بایدن د ملګروملتونو سازمان عمومي‌ اجلاس ته په خپله وینا کې وویل چې  په افغانستان کې مو شل کلنه جګړه پایته ورسوله.

هغه وویل چې یوه نوې پاڼه مو پرانیسته. ددینه وروسته به په دوامداره توګه د ډیپلوماسۍ نه کار واخلو. د نوو لارو او طریقو سره به انسانان په خپو درولو هڅه وکړو.

هغه وویل چې امریکا به د خپل ځان او متحدینو د حقونو نه دفاع کولو ته دوام ورکړي.

د ترهګریزو بریدونو په ګډون د هر ډول خطراتو  پر خلاف به د اړتیا پر مهال د هر ډول طاقت او قوت نه کار واخلو.

هغه د کرونا ویروس ستر تهدید ته په اشارې سره وویل چې له بده مرغه  نه پوځ او نه وسلې او هیڅ شی دا ستونزه حلولی نشي. د بمونو سره د کرونا ویروس نه ځان ژغورلی نشو.

هغه اقلیم ککړتیا او روان بحران ته په اشارې سره وویل چې له بده مرغه چې یوې داسې نقطې پر لورې روان یو چې بیرته ترینه راګرځیدل ناممکنه دي.

نن ورځ‌ د نړۍ په هره سیمه او هره نقطه کې د اقلیم د بدلون له امله د ډیرو مختلفو ناورینونو او پيښو شاهدي‌ کوو. د همدې امله د اقلیم د روان بحران پر خلاف د مجادلې په برخه کې د هر ملت او هر هیواد ستر تعهداتو ته اړتیا لرو.

هغه وویل چې ددې وخت رارسیدلی دی چې مونږ  د علم نه په ګډه توګه استفاده وکړو. تر حد الممکن باید په چټکۍ سره ګام اوچت او حرکت وکړو. د نړۍوالې روغتیا لپاره باید نوي‌ میکانیزمونه جوړ کړو.

بایدن وویل چې امریکا د نوې سړې جګړې په لټه کې ندی.

امریکا د سایبري بریدونو په مقابل کې د ځان نه د پوره دفاع او محافظت په خاطر  هر ډول تدابیر نیولي‌ دي. امریکا په بلاکونو د ویشل شوې یوې سړې جګړې په لټه کې ندی. غواړم په ټینګار ووایم چې امریکا د سړې جګړې په لټه کې ندی.

هغه وویل چې امریکا د هر ملت سره په ګډه کار کولو ته چمتو دی. کافي‌ ده چې هغوې د ستونزو حل غوښتنه وکړي.

همداشان هغه د ایران اټومي‌ پروګرام ته په اشارې سره وویل چې  ایران د اټومي‌ وسلو د نه تولیدولو په خاطر باید په خپلو ژمنو او تعهداتو عمل وکړي‌ چې مونږ اټومي‌ تړون ته د بیرته راستنیدو په خاطر ډیپلوماتیک هلې ځلې پيل کړي‌ دي.

هغه په خپله وینا کې د اسرائیل او فلسطین موجودې ستونزې نه هم یادونه وکړو او زیاته کړه.

امریکا پرته د شکه چې د یو خپلواکه اسرائیلي‌ دولت نه ملاتړ کوي خو غواړم  چې دا ووایم په سیمه کې د دوو دولتونو حل لاره د اسرائیل لپاره هم یوه ډیر مهمه او غوره خبره ده. همداشان مونږ تل په خپلو خپو ولاړ د یو ډیموکراټ او خپلواکه فلسطیني. دولت غوښتنه کوو. نن ورځ البته چې ددې خبرې نه لږ لرې یو  خو د خپل هدف نه هیڅوخت لاس نه اخلو. همداشان دا خبره ناممکنه هم نده.

بایدن د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو په اړه وویل چې امریکا په افغانستان کې شل کلنه جګړه پایته ورسوله. د شلو کلونو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې امریکا په جګړه کې نده. همداشان که چیرې راتلوونکي‌ ته دقت وکړو کیدای شي‌ چې د ډیرو ستونزو سره مخامخ شو خو مونږ پدې پوهیږو چې پدې برخه کې یواځې نه یو. متحدینو سره به په ګډه حرکت وکړو.



اړوند خبرونه