د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې استعفا وكړه
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره د افغانستان نه ى ملكي وګړو په تخلیه کې د ناکامیدو له امله استعفا کولو ته اړ ویستل شوه.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره د افغانستان نه د ملكي وګړو په تخلیه کې د ناکامیدو له امله استعفا کولو ته اړ ویستل شوه.
د هالنډ پارلمان د بهرنیو چارو په وزیرې سیګرید کاغ د طالبانو لخوا د کابل د نیول کیدو نه وروسته د ملکي وګړو په تخلیه کې د ناکامیدو له امله ډیرې سختې نیوکې وکړې او هغه يي وغندله.
د هالنډ د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر کاغ د خپلې ناکامۍ په منلو سره له دندې استعفا ورکړه.
د ویلو ده چې د هالنډ پارلمان د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه وروسته د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د افغانستان نه د ملکي وګړو په تخلیه کې د ناکامیدو له امله استجواب کړل. پارلمان د بهرنیو چارو وزیره سیګرید کاغ او د دفاع وزیره انک بیلیفلډ د تخلیې په برخه کې د ډیر وروسته اقدام کولو او ناکامیدو له امله په کلکه توګه وغندل.
د دواړو وزیرانو د غندنې په خاطر په پارلمان کې رای اچونه وشوه. د وزیرانو غندنه د ۷۲ مخالفو رایو په مقابل کې د ۷۸ موافقو رایو سره ومنل شو.
د بهرنیو چارو وزیرې د رای اچونې نه وروسته وینا وکړه. هغې وویل چې پارلمان لکه څرنګه چې باید د کابینې سره چلند شوی وې هغۍ ونکړ. مجبور یو چې د هغوې پریکړې ته درناوی وکړو. که چیرې د کوم وزیر سیاستونه د منلو وړ نوي هغه باید استعفا وکړي.
کاغ ویلي دي چې خپله استعفا به د هالنډ پاچا ویلیم الکساندر ته وړاندې کړي.
د هالنډ د دفاع وزیرې بیا وویل چې د استعفا کولو هوډ نلري.