فرانسې ولسمشر د افریقا په صحرا کې د داعش ترهګرې ډلې مشر د وژلو نه خبر ورکړی دی.
افریقا په صحرا کې د داعش ترهګرې ډلې مشر ووژل شو
فرانسې د افریقا په صحرا کې د داعش ترهګرې ډلې مشر د وژلو نه خبر ورکړی دی.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي دي چې په مالي کې میشتو فرانسوي ځواکونو د افریقا صحرا لپاره د داعش ترهګري سازمان مشر عدنان ابو ولید الصحراوي وواژه.
ماکرون ویلي دي دي چې د افریقا په سترې صحرا کې داعش ترهګرې ډلې ته ملا ماتوونګی ګوزار ورکړ.
ماکرون د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړی خبر کې ویلي دي چې د فرانسې وسله والو ځواکونو په افریقا کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې یو بل ډیر ستر بری ترلاسه کړ.
هغه ویلي دي چې په سیمه کې د افریقايي ، اروپايي او امریکايي متحدینو سره په ګډه به د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ مبارزه دوام وکړي.
د بله پلوه د فرانسې د دفاع وزیر هم د افریقا په صحرا کې د داعش ترهګري سازمان د مشر الصحراوي د وژلو نه خبر ورکړی دی. هغه ویلي دي چې دا ستر بری د اوږدې مودې راهیسې د روانې مبارزې او هلو ځلو په نتیجه کې ترلاسه شوې ده .
د ویلو ده چې ولید الصحراوي په مالي ، نایجریا او بورقینا فاسو کې د داعش ترهګري سازمان مشري په غاړه لري. نوموړی ترهګری سازمان پدې درې هیوادونو کې د سلګونو تنو د وژلو مسئول دی.