بایدن : د افغانستان نه د تخلیې پروګرام به د اګست د ۳۱ مې نیټې نه مخکې بشپړ کړو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې د افغانستان نه به د امریکايي ځواکونو ، امریکايي وګړو او د افغان همکارانو د تخلیې بهیر د اګست د میاشتې تر ۳۱ نیټې بشپړ کړو.

1696700
بایدن : د افغانستان نه د تخلیې پروګرام به د اګست د ۳۱ مې نیټې نه مخکې بشپړ کړو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې د افغانستان نه به د امریکايي ځواکونو ، امریکايي وګړو او د افغان همکارانو د تخلیې بهیر د اګست د میاشتې تر ۳۱ نیټې بشپړ کړو.

هغه وویل چې پدې لاره کې کار کوو او هڅه کوو چې د دې نیټې نه مخکې هم دا بهیر بشپړ کړو. ددې هیواد نه چې په کومه اندازه وخته بهر شو په همدې اندازه زمونږ په ګټه دی.

بایدن د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو جي‌ ۷ سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون او د غونډې د پایته رسیدو نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د افغانستان نه د تخلیې د چارو په اړه معلومات ورکړل او  پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې د جي‌ ۷ په سرمشریزه کې مو مشرانو ته په تیرو ۱۰ ورځو کې د تخلیې د چارو په اړه معلومات ورکړل. د نن د غرمې نه وروسته  پورې مو د افغانستان نه ۷۰۷۰۰ تنه تخلیه کړي‌ دي. همداشان د جولای د میاشتې د وروستیو نه په اعتبار سره بیا د تخلیه شوو کسانو شمیره ۷۵ زره ۹۰۰ تنو ته رسیدلې ده .

هغه وویل چې یواځې په تیرو ۱۲ ساعتونو کې ۶۴۰۰ د پوځي‌ الوتکو او ۵۶۰۰ تنه بیا د ائتلافي‌ ځواکونو د الوتکو سره چې جمعآ ۱۲ زره تنه کیږي‌ تخلیه کړي‌ او د افغانستان نه مو ویستي‌ دي.

هغه وویل چې د جي‌ ۷ د مشرانو سره مو د تخلیه شوو کسانو د امنیت او د هغوې سره د مرستې او همکارۍ په مسئله کې تفاهم وکړ.

هغه وویل چې مونږ دم ګړۍ هڅه کوو چې د تخلیې پروګرام د اګست تر ۳۱ مې نیټې بشپړ کړو. هر څومره چې وخته دا کار خلاص شي‌ په هماغه اندازه زمونږ په ګټه دی. هغه وویل دا عملیات چې هره ورځ ځنډیږي‌ په هماغه اندازه زمونږ د سرتیرو پر وړاندې تهدیدونو کچه لوړیږي.

بایدن وویل چې د تخلیې پروګرام د اګست تر ۳۱ مې نیټې د بشپړولو په خاطر باید طالبان زمونږ سره مرسته وکړي. په اصل کې د اګست تر ۳۱ مې نیټې ددې عملیاتو د پایته رسولو مسئله د طالبانو پورې تعلق لري. که چیرې دوې زمونږ سره میدان ته د هغه کسانو د رارسولو چې زمونږ د تخلیې په لست کې قرار لري‌ مرسته وکړي‌ او خنډ جوړ نکړي‌ په همدې اندازه به مونږ وخته ددې هیواد نه ووځو.

هغه وویل چې د ټاکل شوې نیټې د غځولو په خاطر مونږ د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته د عاجل پلان  جوړولو غوښتنه کړې وه که چیرې د ټاکل شوې نیټې پورې د تخلیې چارې بشپړې نشي‌ دا پلان به په کار واچو.

هغه وویل دا هم یوحقیقت دی چې په افغانستان کې زمونږ د سرتیرو د ماموریت د غځیدو په صورت کې هغوې د  لا سترو خطراتو سره مخامخیږي.

دا راپورونه ترلاسه شوي‌ دي‌ چې په افغانستان کې د داعش ترهګره ډله په کابل کې پر هوايي ډګر او امریکايي سرتیرو باندې د برید پلان لري.

هغه وویل چې امریکا یو ځل بیا د ترهګرو په اصلي‌ ځالې د نه بدلیدو په خاطر هر ډول لازم ګامونه به اوچت کړو. هغه وویل چې په زرګونو تنو افغانانو چې امریکايي ځواکونو سره کار کړی وي‌ هغوې ته به له سره کار پيدا کړو.

بایدن وویل چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن به سبا یوه غونډه جوړه کړي‌ او د افغانستان نه د راویستل شوو کسانو د دقیقې شمیرې په اړه به معلومات ورکړي.

 



اړوند خبرونه