د افغانستان د وروستي‌ وضعیت په اړه د جو بایدن مهمې څرګندونې

امریکا ولسمشر جو بایدن د طالبانو لخوا د قابو ټول افغانستان د نیول کیدو نه وروسته د دویم ځل لپاره ددې هیواد د وروستي‌ وضعیت په اړه ارزونې وکړې

1694769
د افغانستان د وروستي‌ وضعیت په اړه د جو بایدن مهمې څرګندونې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې  په افغانستان  د اوږدې جګړې د د ختمولو وخت رارسیدلی دی.

د افغانستان په اړه د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه وروسته د ټولې نړۍ سترګې د افغانستان په اړه د ولسمشر جو بایدن څرګندونو ته اوښتې وې.

جو بایدن په سپینه ماڼۍ کې جوړې کړې خبري‌ غونډې ته په افغانستان کې د وروستي‌ وضعیت او حالاتو او د خپلو هیوادوالو او د امریکا د افغان همکارانو د روان تخلیې عملیاتو په اړه معلومات ورکړل او ارزونې وکړې.

بایدن په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې " مونږ افغانستان ته د القاعدې  د لمنځه وړو او اسامه بن لادن د نیولو په خاطر تللي‌ وو او خپل هدف ته ورسیدو او بریالي‌ شو. اوس ددې جګړې د ختمولو وخت رارسیدلی او په تیریدو دی."

بایدن  د امریکا لخوا د کابل د حامد کرزي‌ نړۍوال هوايي ډګر له لارې پدې هیواد کې د امریکايي‌ وکړو، د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو چې د امنیتي‌ تحقیقاتو نه تیر شوي‌ وي‌ او د بعضو دریم ګړو هیوادونو د وګړو د تخلیې د عملیاتو نه  ستاینه وکړه.

بایدن وویل چې  ۶۰۰۰ تنه امریکايي سرتیري‌ د کابل په هوايي ډګر کې میشت دي‌ او دنده ترسره کوي. دا عملیات په اصل کې په تاریخ کې تر ټولو ستونزمند د تخلیې هوايي عملیات دي. هغه وویل چې د وروستیو شمیرو له مخې امریکا د اګست د ۱۴ مې نیټې نه راپدیخوا څه باندې ۱۳ زره تنه تخلیه کړي‌ دي.

بایدن ددې خبرې په ټینګار وویل چې طالبان امریکایانو د امنیت په برخه کې مرسته کوي.

د طالبانو سره د لاسلیک شوي‌ تړون له مخې طالبانو ټولو هغه کسانو ته چې د امریکا پاسپورت په لاس کې ولري‌ په ډیره خوندي‌ توګه د هوايي ډګر پورې د رارسولو زمینه برابروي.

د تخلیې د عملیاتو په مسئله کې د طالبانو سره  د نږدې تماس په حال کې یو.

هغه وویل چې طآلبانو ته مو په ټینګار او په مکرر ډول سره ویلي‌ دي‌ که چیرې پر امریکايي ځواکونو او  یا د تخلیې عملیاتو پر وړاندې خنډ جوړ کړي‌ او برید وکړي‌  په ډیره چټکه توګه به ډیر سخت ځواب ورکړي.

بایدن وویل چې یو امریکايي وګړی به هم چې وغواړي‌ د افغانستان نه ووځي‌ پدې هیواد کې پرینږدو.

د اړتیا په صورت کې به هغه امریکايي وګړي‌ چې هوايي ډګر ته راتلی نشي‌ د ژغورنې عملیات ترسره کړو او هغوې به د خپلو ادرسونو نه راواخلو.

همداشان هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اګست د ۳۱ مې نیټې نه وروسته به په افغانستان کې امریکايي  ځواکونه  پریږدۍ او که نه؟ وویل چې ددې پریکړه به بیا هماغه وخت وکړو.

بایدن  وویل چې طالبانو  په یو زیات شمیر ولایتونو کې  د زندانونو نه داعش پلویان هم خوشې کړي‌ دي‌ چې دا کیدای شي‌ ځیني‌ امنیتي‌ اندیښنې رامنځته کړي. د همدې امله د هوايی ډګر ترڅنګ د  احتمالي‌ ترهګریزو بریدونو په اړه هر ډول تدابیر نیول شوي‌ دي.

هغه وویل چې غواړم یوه خبره وکړم چې په افغانستان کې داعش او طآلبانو د یو بل عزلي‌ دښمنان دي.

بایدن ددې پوښتنې په خواب کې چې ایا  طآلبانو  لخوا  په دومره کمه موده کې د افغانستان د نیولو په مسئله کې امریکا  په خپله استخباراتي‌ خطا ارزونې کړي‌ او که نه ؟ داسې وویل ، دا چې مونږ په دوحه کې د طالبانو سره د ارتباط په حال کې وو خو مونږ په دومره کمه موده کې د افغان حکومت د سقوط او افغانستان د ملي‌ پوځ د تسلمیدو او تار او مار کیدو انتظار نه درلود. که چیرې افغان ځواکونو د کابل د محاصره کیدو نه وروسته مقامت کړی وی او جګړه يي کړی وای نن ورځ به هر څه بل ډول وای. ټول پدې فکر وو چې افغان ځواکونه به هیڅکله هم تسلیم نشي ، هیواد به پرینږدي او خپلې وسلې به پر مځکه کینږدي. خو داسې ونه شو.

بایدن وویل چې ددینه وروسته به د طالبانو اقداماتو  ، چلند او دریځ ته په کتو سره د لارې نقشه جوړه کړو. همداشان په راتلوونکې اونۍ کې د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو جي‌ ۷ سرمشریزه جوړیږي. پدې سرمشریزه کې به  د یو ګډ دریځ او سیاست د جوړولو هڅه وکړو.

بایدن ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا په افغانستان کې خپل ماموریت په ډیر بریالیتوب سره پایته رسولی دی.

د القاعدې ترهګري‌ سازمان مشر اسامه بن لادن يي وژلی او دا ترهګری سازمان يي له منځه وړی دی. هغه وویل که چیرې د افغانستان نه مو د ځواکونو د ویستو پریکړه کړي‌ نه وای د مې په لومړۍ نیټه مجبور وو چې افغانستان ته لا زیات ځواکونه ولیږو.

کیدای شو چې زمونږ ددې سرتیرو نه ځینو ژوند د لاسه ورکړی وای. ښه زه پوښتنه کوم چې ولې او د څه لپاره؟ په افغانستان کې د امریکا ملي‌ ګټې نوې پایته رسیدلي‌ دي.

هغه وویل چې امریکا ددېنه وروسته غواړي‌ چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د هدفي‌ او نقطه يي عملیاتو نه کار واخلي .

هغه وویل چې مونږ د خپلو ټولو متحدینو سره خبرې کړي‌ دي‌ او ټول د افغانستان نه زمونږ د ځواکونو د ویستو د پریکړې نه ملاتړ کوي.



اړوند خبرونه