په ترکیه کې د امریکا سفارت : د ترکیې او امریکا ترمنځه د افغان کډوالو په اړه کوم تفاهم ندی شوی

په ترکیه کې د امریکا سفارت : د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنخه د افغان کډوالو په اړه توافق ندی شوی

1693191
په ترکیه کې د امریکا سفارت : د ترکیې او امریکا ترمنځه د افغان کډوالو په اړه کوم تفاهم ندی شوی

په ترکیه کې د امریکا  متحده ایالتونو سفارت هغه ادعاګانې چې ګواکې د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځه د افغان کډوالو ترمنځه توافق شوی دی او تړون شوی دی په کلکه توګه رد کړې.

د امریکا سفارت د ټولنیزې مډیا له لارې د بیان په خپرولو سره ویلي‌  دي‌ چې  داسې‌ ادعاګانې شتون لري چې د امریکا ولسمشر  جو بایدن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغان کډوالو په اړه تفاهم او تړون کړی دی هیڅډول حقیقت نلري.

پدې اړه نه کوم تړون شتون نلري‌ او نه هم خبرې شوي‌ دي.

دا ټول شایعات او بې بڼسټه تبلیغات  دي. مونږ دا ادعاګانې په کلکه توګه ردو .



اړوند خبرونه