د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه وروسته د بایدن لومړنۍ څرګندونې

د طالبانو لخوا د پلازمینې کابل نه د نیولو نه وروسته د امریکا ولسمشر جو بایدن د لومړي‌ ځل لپاره څرګندونې وکړې.

1692217
د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه وروسته د بایدن لومړنۍ څرګندونې

 

جو بایدن وویل چې په افغانستان کې روان وضعیت  د نږدې نه تعقیبوي. د امریکا د ملي امنیت ډله هم دا وضعیت تعقیبوي. د افغانستان په اړه خپل پلانونه په ډیره چټکه توګه عملي‌ کوو. هر ډول حالاتو لپاره ځواب ورکولو ته پوره چمتوالی لرو. دا چې مونږ څنګه دې نقطه ته راورسیدو غواړم ددینه یادونه وکړم. امریکا د خپلو ملي‌ ګټو نه د دفاع په خاطر ۲۰ کاله مخکې افغانستان ته  داخله شوه. مونږ دې هیواد ته پر مونږ د برید کوونکو د نیولو په خاطر داخل شو.

امریکا القاعدې ترهګري‌ سازمان ته ډیره ستره ضربه ورکړه. هغوې مو ونیول او له منځه مو یوړل. مونږ هیڅکله هم په افغانستان کې د مرکزي‌ هډې د جوړولو هڅه نده کړې. زمونږ موخه د امریکا په خاوره د بریدونو مخنیوی وو.

د همدې امله مونږ نن ورځ هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ظرفیت مو ډیر لوړ کړی دی. نن ورځ امریکا په ډیره قوي‌ توګه د ټولو تهدیدونو د کنټرولو توان لري.

بایدن وویل چې د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه وروسته مې د ټرمپ‌ لخوا د طالبانو لخوا لاسلیک شوی تړون تسلیم واخیست. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیره د ټرمپ‌ په دوره کې راټیټه شوې وه. ۲۵۰۰ تنو ته راټیټه شوې وه.

زما پر وړاندې دوو انتخابونو شتون درلود چې  یا به دې تړون ته ژمن پاتې کیږدم  او یا به مې  د طالبانو سره جګړه کوله.

په جګړه کې د امریکایانو د وژل کیدو نه پرته بله کومه ګټه نه ترلاسه کیده. په زرګونو تنه امریکایانو باید پدې جګړه کې ګډون کړی وی. مونږ نه غوښتل چې دې جګړې لس کاله نور هم دوام کړی وی. ما نه غوښتل چې دا جګړه  پنځم ولسمشر ته انتقال کړم. دا زما پریکړه وه چې ددې هیواد نه امریکايي سرتیري‌ وباسم او خپل هیواد ته يي ستانه کړم. که چیرې داسې مو نوې کړی هیڅ وخت د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو وخت مناسب وخت نه وو.

د همدې امله مو د بیړني‌ حالت پلان جوړ کړ.

که رښتیا ووایم په افغانستان کې وضعیت او حالاتو د تمو او توقعاتو نه پر خلاف ډیر ژر بدلون ومونده.

د افغانستان سیاسي‌ مشرانو ماته قبوله کړه. ټول په شا شول. افغان پوځ د طالبانو سره جګړه هم ونکړه. دا چې افغان ځواکونو جګړه نه کوله مونږ دا جګړه په امریکايي ځواکونو کولای نشوه.

مونږ د افغانستان لپاره ۳۰۰ زره کسیزه پوځ جوړ کړ. یو ډیر ستر قوت مو جوړ کړ. د هغوې د اړتیا هر شی مو ورته په اختیار کې ورکړ.

د هغوې تنخواګانې هم امریکا ورکولې. د بیلګې په توګه طالبانو هوايي ځواک نه درلود او مونږ افغان پوځ ته هوايي ځواک ورکړ. هر څه مو ورکړ خو له بده مرغه چې هغوې ته مو د جګړې جسارت ور نشو کړی.

مونږ نشو کولای چې په افغانستان کې یو کال یا پنځه کاله نور پاتې وې.

زما په باور دا چې د افغانستان پوځ جګړه نه کوله مونږ څه ډول دېته جګړه ویلی شو؟ مونږ څخه ډول جګړې کړي‌ وې؟

بایدن وویل چې مونږ د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو سره په اصل کې خپلو ستراتيژیکو رقیبانو روسیې او چین په مقابل کې هم ګام اوچت کړ. هغوې غوښتل چې مونږ پدې هیواد کې میلیاردو ډالرو مصارفاتو ته دوام ورکړو.

د جون په میاشت کې مو د ولسمشر غني‌ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه او د جولای په میاشت کې مې ورسره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د هغه سره مې د هر څه په اړه جدي‌ خبرې وکړې. خو له بده مرغه چې هغوې په ټولو مسئلو کې ناکام شول. مونږ د هغه نه د ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه خو هغه يي هم ونکړه .

هغه په ډیره غوڅه توګه وویل چې د طالبانو په مقابل کې به جګړه وکړي.

مونږ نشو کولای چې افغانستان ته نور خپل اولادونه ولیږو. ایا مونږ  نور څومره خپل اولاد په افغانستان کې قرباني‌ کړی وې. په افغانستان کې مونږ د تل لپاره جګړه کولای نشوه. ځکه چې اوږده جګړه یوه ډیره ستره خطا وه او خطا ده.

په افغانستان کې اوسنی وضعیت او حالات د ټولو لپاره خواشینوونکی دی. زما لپاره او د ټولو لپاره . هغه وویل چې ما  ۴ ځله د افغانستان نه لیدنه کړې. په یوې خبره ډیر ښه پوه شوم چې په افغانستان کې څه کیږي‌ او څه نه کیږي‌ پدې څه نه پوهیږي.

بایدن وویل چې د افغانستان د خلکو سره به مرستو ته دوام ورکړو. سیمه ایز ډیپلوماسۍ ته به دوام ورکړو. د افغانستان د خلکو د حقونو په اړه به مبارزې ته دوام وکړو.

بایدن وویل چې افغانستان ته مو ۶۰۰۰ زره تنه سرتیري‌ استولي‌ دي. دا سرتیري‌ د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو ، متحدیدینو  او امریکا د همکارانو د تخلیې سره مرسته کوي. امریکايي ځواکونو د کابل د هوايي ډګر امنیت ساتلو هڅه کوي. هوايي کنټرول امریکايي ځواکونو په لاس کې اخیستی دی.

په راتلوونکو ورځو کې د افغانستان نه د زرګونو تنو امریکايي وګړو د تخلیه کولو پروګرام لرو. همداشان ۲۰۰۰ زره افغانان به د کورنیو سره یو ځای امریکا ته انتقال کړو. همداشان په کابل کې د امریکا د سفارت افغان کارکوونکو ته هم د مهاجرت په پروګرام کې داخل کړل.

که چیرې پوښتنه وکړۍ چې تاسې دا تخلیې پروګرام ولې مخکې ترسره نکړ . ددې خبرې لامل ځینو افغانانو د تګ نه ډډه کوله او افغان حکومت هم مونږ نه ناسمه مشوره راکړه.

بایدن طالبانو ته ګواښ‌وکړ که چیرې زمونږ پر ځواکونو برید وکړي‌ ډیر سخت ځواب به ورکړو.

په افغانستان کې د امریکا پوځي‌ ماموریت به په لنډه موده کې پایته ورسیږي. د تخلیې چارو د بشپړیدو نه وروسته زمونږ سرتیري‌ به د افغانستان نه ووځي.

بایدن اعتراف وکړ چې پدې وروستیو کلونو کې امریکا په افغانستان کې ځیني‌ غلط ګامونه اوچت کړي‌ دي. مونږ نه غوښتل چې دا مسئله نوره وغځیږي.

خو زه ددې مسئولیت نه تیښته نه کوم. زه هم د موجودو حالاتو په اړه ډیر خواشینی یم . امریکا به په افغانستان او نړۍ په نورو ګوډونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

بایدن وویل چې مونږ غوښتل چې په افغانستان کې ډیر جدي‌ تغیرات راولو خو له بده مرغه چې پدې کار بریالي‌ نشو.



اړوند خبرونه