کاناډا ۲۰۰۰۰ تنو افغانانو پناه ورکوي
کاناډا ۲۰۰۰۰ زرو تنو افغان کډوالو ته چې د طالبانو د ګواښ سره مخامخ وي پناه ورکوي.
کاناډا اعلان کړی دی چې ښځو ، دولتي کارکوونکو، د رسنیو کارکوونکو، ښځو د حقونو فعالان او د لږه کیو پورې اړوند ۲۰۰۰۰ زرو تنو افغانانو ته چې د طالبانو د ګواښ سره مخامخ وي پناه ورکوي.
د کاناډا د کډوالو وزیر مارکو مندیسنو پرون جمعه خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې حالات ډیر وخیم او خراب دي او مونږ يي په اړه بې تفاوته پاتې کیدای نشو.
هغه وویل چې هیواد به يي د طالبانو د ګواښ سره مخامخ ۲۰۰۰۰ زرو تنو افغانانو ته پناه ورکړي. پدې کسانو کې د ښځو او دولتي کارکوونکو ترڅنګ د رسنیو کارکوونکي ، د ښځو د حقوقو مدني فعالان او لږیو غړي شامل دي.
کاناډا حکومت وروسته ددې دا پریکړه وکړه چې طالبانو په افغانستان کې تر ۱۵ ډیر ولایتونو مرکزونه ونیول او پرمختګ ته دوام ورکوي.
د بله پلوه کاناډا ویلي دي چې په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماټانو د تخلیې په خاطر افغانستان ته ځانګړي ځواکونه ولیږي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.