په یونان کې د انګلستان یوه کښتۍ ډوبه شوه .
یوناني مقاماتو ویلي دي چې په یونان کې د انګلستان اړوند یوه کښتې ډوبه شوې ده
1690080
یوناني مقاماتو ویلي دي چې ددې هیواد په سیاحتي د میلوس په ټاپو کې د انګلستان یوه کښتۍ ډوبه شوې ده .
ځايي مقاماتو ویلي دي چې پدې کښتۍ کې ۱۷ تنه شتون لري چې د ژغورنې په خاطر يي عملیات پيل شوي دي.
د یوناني رسنیو د خبر له مخې دا پيښه د ټاپو ۱۶ میله شمال لویدیځ لوري ته رامنځته شوې ده.
د ژغورنې په عملیاتو کې د یونان د سواحلو د امنیت ځواکونو برخه اخیستې ده. پدې عملیاتو کې د ژغورنې چورلکو هم برخه اخیستې ده .