امریکا افغانستان ته ۳۰۰۰ تنه تازه دمې سرتیري استوي
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویلي دي چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ تنه تازه دمې سرتیري ولیږي.
1690310
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري وویل چې په کابل کې د امریکا د سفارت پرسونل د خوندي تخلیه کولو په خاطر به افغانستان ته ۳۰۰۰ زره تنه امریکايي سرتیري ولیږل شي. هغه وویل چې دا سرتیري به د راتلوونکو ۲۴ ساعتونو په دننه کې افغانستان ته ورسیږي.
همداشان ددې سرتیرو له جمع نه به زر تنه د قطر نه او څه به هم د کویټ نه افغانستان ته ولیږل شي.
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې په کابل کې به د امریکا د سفارت مهمه برخه پرسونل تخلیه کړي او یواځې ډیر کم ډیپلوماټان به پریږدي.
امریکا ویلي دي چې تازه دمي سرتیري به د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت او پرانیستو ساتو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو ته د مهاجرت د پروګرام د بشپړیدو پورې دلته پاتې شي.