د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو اړوند پټ اسناد ددې پيښې د قربانیانو د کورنیو سره شریکیږي

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن ویلي‌ دي چې د سپټمبر د ۱۱ د ترهګریزو بریدونو اړوند  په دوسیو به بیا کتنه وکړي  او پدې اړه محرم اسناد به ددې پيښې د قربانیانو سره شریک کړي .

1688611
د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو اړوند پټ اسناد ددې پيښې د قربانیانو د کورنیو سره شریکیږي

 

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي‌ دي چې د سپټمبر د ۱۱ مې د بریدونو په اړه لا زیات معلومات به د ددې پيښې د قربانیانو د کورنیو سره وویشي.

د سپټمبر د ۱۱ د پيښې د قربانیانو کورنیو تیره اونۍ ولسمشر جو بایدن ته د لیک په استولو سره  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي‌ چې د سپټمبر د ۱۱ د پيښې په اړه اوس هم یو زیات شمیر معلومات پټ ساتل شوي‌ دي‌ او د ددوې سره ندي‌ شریک شوي. نوموړو پدې لیک کې د ولسمشر بایدن نه غوښتنه کړې وه چې دا معلومات ددوې سره د نه شریکولو په صورت کې باید د سپټمبر د ۱۱ د ترهګریز برید د شلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون ونکړي.

د ویلو ده چې د دې پيښې د قربانیانو کورنۍ د امریکا پر حکومت پدې برید کې د سعودي‌ عربستان د رول اړوند د اسنادو پر پټولو نیوکه کوي.

 د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې د قربانیانو کورنیو پدې بریدونو کې  د لاس لرولو په خاطر د سعودي‌ عربستان پر خلاف اقامه د دعوا کړې ده .

سعودي‌ عربستان بیا دا ادعاګانې او پدې بریدونو کې لاس لرل په کلکه توګه ردوي.

سپینې ماڼۍ بیا د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ولسمشر بایدن د سپټمبر د ۱۱ مې د بریدونو په اړه پټ معلومات ددې پيښې د قربانیانو د کورنیو سره شریکولو سره ژمن دی.

پدې برخه کې به تر وروستۍ درجې شفافیت رامنځته کړي.

همداشان جو بایدن هم د عدلیې وزارت د هغه پریکړې نه چې د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو د محرم اسنادو په اړه به بیا کتنه وکړي‌ او دا اسناد به د قربانیانو د کورنیو سره وویشي‌ تود هر کلی کړی دی.

د ویلو ده چې د ۲۰۰۱ میلادي‌ کال د سپټمبر په ۱۱ مه نيټه د القاعدې ترهګرې ډلې د ۴ مساپروړونکو الوتکو سره د نیویارک نړۍوال تجاري‌ مرکز او پنټاګون بریدونه وکړ.

پدې بریدونو کې په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.



اړوند خبرونه