د هندوستان اړوند په جمو کشمیر کې د هندي ځواکونو اړوند یوې چورلکې سقوط وکړ.

په کشمیر کې د هندي ځواکونو چورلکې سقوط کړی

1684824
د هندوستان اړوند په جمو کشمیر کې د هندي ځواکونو اړوند یوې چورلکې سقوط وکړ.

 

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د هندي ځواکونو اړوند یوه ۲۵۴ ای ای ډوله چورلکه نن سه شنبه په ځايي وخت د غرمې نه مخکې په ۱۰ بجو او ۴۳ دقیقو د جمو کشمیر د کټهوعه ښار د بسهولي په سیمه کې د رنجیت ساغر د اوبو په بند کې لویدلې ده.

ویل کیږي پدې چورلکه کې پنځو تنو شتون درلود.

د پټان کوټ د سیمې د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته استول شوي دي.

ویل کیږي دا سیمه د پنجاب او جمو کشمیر په پوله کې موقعیت لري. د اوبو بند د پټان کوټ په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

پدې پیښه کې د ځاني زیان په اړه څه ندي ویل شوي . په سیمه کې د پلټنې عملیات دوام لري.  د الوتکې د سقوط لامل هم معلوم ندی.



اړوند خبرونه