د روسیې د هوايي ځواکونو اړوند یوه پرمختللې جنګي الوتکه سمندر کې لویدلې ده
د روسیې یوې پرمختللې جنګي الوتکې سقوط کړی
د روسیې د هوايي ځواکونو اړوند یوه سو ۳۵ ډوله پنځم نسل جنګي الوتکه سمندر ته ولویدله.
د روسیې د هوایي ځواکونو اړوند یوې سو ۳۵ ډوله پنځم نسل جنګي الوتکې د اوخوتسک د سمندر د پاسه تعلیمي الوتنه کوله چې په ماشین کې د تخینکي ستونزې د رامنځته کیدو نه وروسته سمندر ته ولویده.
د روسیې هوایي ځواکونو د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې ددوې یوې سو ۳۵ ډولې جنګي الوتکې چې د خباروفسک په سیمه کې د اوخوتسک د سمندر د پاسه د مخکې نه پلان شوې الوتنه کوله په ماشین کې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له امله سمندر ته ولویده.
په بیان کې راغلي دي چې الوتکې د ارتفاع د لاسه ورکولو نه وروسته پيلوټ په پراشوټ کې ځان په خوندي توګه د الوتکې نه ګوزار کړی دی او ژغورل شوی دی. پیلوټ د پلټنې ډلې لخوا د موندل کیدو نه وروسته د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوی دی.
د پيلوټ روغتیايي حالت ښه دی . پيښه د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولای په ۳۱ مه نیټه د خالي پر ورځ رامنځته شوې ده . د ویلو ده چې سو ۳۵ د روسیې تر ټولو پرمختللې او پنځم نسل جنګي الوتکې دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.