د امریکا د الاسکا سیمه د ریشتر په کچه د ۸ نقطه ۲ په لویوالي سره زورورې زلزلې ولړزوله
د امریکا متحده ایالتونو د الاسکا په سیمه کې د ریشتر په کچه د ۸ نقطه ۲ په لویوالي سره زوروره زلزله رامنځته شوه.
1681993
د امریکا متحده ایالتونو د مځکپیژندنې څیړنیز مرکز ویلي دي چې د الاسکا سیمه د ریشتر په کچه د ۸ نقطه ۲ په لویوالي سره یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزوله.
یاد شوي مرکز ویلي دي چې دا زلزله د پري ویل ښار په ۹۱ کیلو مترۍ کې او د مځکې لاندې په ۴۷ کیلومترۍ کې رامنخته شوې ده .
د ویلو ده چې د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته په سیمه کې د توسونامي خبرداری ورکړ شو.
همداشان د سترې زلزلې نه وروسته په سیمه کې د زلزلې ټکانونه دوام لري.
په سیمه کې د ریشتر په کچه د ۶ نقطه ۲ او ۵ نقطه ۶ په شدت سره دوه نورې زلزلې هم رامنځته شوي دي.
پدې زلزله کې د مرګ ژوبلې او تخریباتو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.