یونان بهرنیو چارو وزیر: ولسمشر اردوغان د سیمې یو ډیر مهم مشر دی

د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندیاس وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې یو ډیر مهم  مشر دی.

1673453
یونان بهرنیو چارو وزیر: ولسمشر اردوغان د سیمې یو ډیر مهم مشر دی

 د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندیاس وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې یو ډیر مهم  مشر دی.

یوناني‌ وزیر دا څرګندونې په تلویزیوني‌ خپرونه کې وکړې.

دندیاس   د ترکیې د بدلون په مسئله کې د ولسمشر اردوغان د رول په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل دا چې د ترکیې سیاسي‌ لیدلوری هر څه وي‌ مهمه نده خو ولسمشر اردوغان په واقعیت سره چې د سیمې یو ډیر مهم مشر دی. که چې د هغه سره خبرې کوۍ لومړی باید پدې پوه شۍ چې هغه ژوند له  کوم ځای نه پیل کړی دی؟ د هیواد څیرې ته يي څه ډول تغیر ورکړی او څه ډول بدلونونه يي رامنځته کړي‌ دي او هیواد يي څه ډول په یو ډیر پياوړي‌ او قوي‌ هیواد بدل کړی دی؟

هغه وویل پوره باور لري‌ چې د ترکیې او یونان ترمنځه موجود ستونزې د ولسمشر اردوغان او یونان د لومړي‌ وزیر میچوتاکیس حلولی شي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې زه تل د دواړو هیوادونو د مشرانو د مخامخ لیدنې پلوي‌ یم. که چیرې د دواړو هیوادونو ستونزو د حل په خاطر هیله او امید شتون ولري هغه د ولسمشر اردوغان او لومړي‌ میچوتاکیس د مخامخ لیدنې سره د حل وړ دي.

هغه وویل چې ولسمشر اردوغان تل د خپلې ستراتيژۍ او فردي‌ ارزښتونو سره سم حرکت کوي.



اړوند خبرونه