بایدن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي‌ ماموریت د پایته رسولو نیټه اعلان کړه

بایدن : امریکايي ځواکونه به د اګست په ۳۱ مه نيټه د افغانستان نه په کامله توګه ووځي

1672331
بایدن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي‌ ماموریت د پایته رسولو نیټه اعلان کړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي‌ ماموریت د پایته رسولو وروستۍ نیټه اعلان کړه.

بایدن وویل چې امریکا به په افغانستان کې خپل پوځي‌ ماموریت د اګست په ۳۱ مه نيټه پایته ورسوي‌ او تر دې نیټې به ټول امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ووځي.

بایدن وویل چې د افغانستان د راتلوونکي‌ په اړه پریکړه باید پخپله افغانان وکړي.

افغانان باید د خپل هیواد د ادارې څرنګتیا پخپله وټاکي. امریکا په افغانستان کې شل کلنه جګړه رسمآ پایته رسوي.

هغه وویل چې مونږ افغانستان ته د ملت جوړونې په خاطر نه یو تللي. ملت جوړونه د افغان مشرانو دنده ده. هغوې باید سره راټول شي‌ او هیواد متحد کړي.

بایدن ددې خبرې په ټینګار وویل چې افغانستان تاریخ ته په کتو سره دا هیواد هیڅکله هم متحد نه وو.

امریکا ولسمشر پداسې حال کې په افغانستان کې د امریکا پوځي‌ ماموریت پایته ورسو چې طالبانو جګړې ته زور ورته کړی او یو زیات شمیر سیمې نیولي‌ دي.

بایدن په خپله وینا کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو د پریکړې نه په دفاع  او هغه کسانو ته په ځواب کې  چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي‌ ماموریت د تمدیدولو غوښتنه کوي  وویل " ایا تاسې چمتو هستۍ چې مونږ نور څومره امریکايي نجوني‌ او هلکان د افغانستان جګړې ته واستوو. ایا تاسې چمتو هستۍ چې مونږ ددوې ژوند د خطر سره مخامخ کړو؟

مونږ نشو کولای چې متفاوتې نتیجې  د ترلاسه کولو په خاطر د امریکا یو بل نسل د افغانستان جنګ ته واستو. "

بایدن د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسې پر طالبانو باور او اعتماد لرۍ ؟ وویل ، نه مونږ پر طالبانو اعتماد نه لرو خو پر افغان ځواکونو پوره باور او اعتماد لرو چې د خپل هیواد ساته وکړي. ځکه چې افغانستان مجهز ۳۰۰ زره تنه ځواکونه لري او د طالبانو شمیره  ۷۵ زرو تنو په شاوخوا کې ده .

هغه وویل چې د افغانستان حکومت سقوط نکوي  او د نظام د بقاء په خاطر د هر ډول لازمو ظرفیتونو نه برښمند دی.

بایدن وویل چې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته به د افغان حکومت سره د هوايي ځواک او تجهیزاتو په برخه کې مرستې ته دوام ورکړي.

بایدن وویل چې اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د افغانستان وسله وال پوځ‌ د تیرو شلو کلونو د لاسته راونو نه دفاع وکړي.

بایدن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکو او نورو مرسته کوونکو د ویزې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د ویزې بهیر چټک شوی دی. هغه افغان همکارانو ته  چې د هغوې او کورنیو ژوند يي د ګواښ سره مخامخ دی د امریکا ویزه ورکړل شي‌ . همداشان په سپینه ماڼۍ کې یو ځانګړې ډله د افغان ژباړونکو د ویزو بهیر څاري.

هغه وویل چې د امریکا د قوانینو له مخې کیدای شي‌ چې دا کسان امریکا ته د راوستو مسئله لږ وخت ونیسي  خو تر څو چې دا کسان امریکا ته راانتقالیږي‌ هغوې به په دریم هیواد کې ځای په ځای کړي.

بایدن‌  دریم ګړي‌ هیواد نوم وانه خیست.



اړوند خبرونه