ارمنستان ځواکونو د اذربایجان سره په پوله کې د اذربایجان پر ځواکونو برید کړی دی

ارمنستان د اذربایجان سره په پوله کې د اذربایجان په پوله ساتو ځواکونو ډزې کړي‌ دي.

1665473
ارمنستان ځواکونو د اذربایجان سره په پوله کې د اذربایجان پر ځواکونو برید کړی دی

ارمنستان د اذربایجان سره په پوله کې د اذربایجان په پوله ساتو ځواکونو ډزې کړي‌ دي.

دا خبره د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي‌ دي چې ارمنستان ځواکونو د دواړو هیوادونو په پوله کې د کل بیجر په سیمه کې د اذربایجان د ځواکونو په موضع ګانو بریدونه کړي‌ دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې د جون په ۲۶ مه او ۲۷ مو نیټو د کل بیجر په سیمه کې د اذربایجان د ځواکونو پر موضع ګانو بریدونه کړي‌ دی.

همداشان  قدر واردینیس ښار د بره شورجا کلی وخت نا وخته د ارمستان د ځواکونو لخوا پرې بریدونه کیږي.

پدې بریدونو کې چاته ځاني‌ زیان ندی اوښتی. دم ګړۍ وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی او اذربایجان ارمنستان پلو ته لازم خبرداری ورکړی دی.



اړوند خبرونه