په کاناډا کې یو ځل بیا د یو ښوونځي‌ په باغچه کې  د ماشومانو ډله ایز قبر وموندل شو.

په کاناډا کې د ماشومانو ډله ایز قبر وموندل شو

1664001
په کاناډا کې یو ځل بیا د یو ښوونځي‌ په باغچه کې  د ماشومانو ډله ایز قبر وموندل شو.

 

په کاناډا کې داځل د ساسکاچوان په ایالت کې په ایالت کې د کاتولیک  کلیسا اړوند د یو لیلیه لرونکي‌ ښوونځي‌ په باغچه کې  د ماشومانو ډله ایز قبر وموندل وشو.

په ساسکاچوان ایالت کې د کاناډا د اصلي‌ اوسیدونکو فدراسیون لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې د کاوسیس فرسټ نیشن په سیمه کې د کلیسا اړوند په یو لیلیه لرونکي‌ ښوونځي په باغچه کې یو ډله ایز قبر موندل شوی دی. پدې قبر کې د سلګونو تنو ماشومانو د مړو هډونکې او پاتې شوني‌ چې هیڅ ثبت او راجستر نلري موندل شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي چې پدې موندل شوي‌ قبر کې تر ننه د موندل شوو مړو نه تر ټولو زیات مړي‌ شتون لري.

د کاوسیس فرسټ نشن د ځايي اوسیدونکو مشرې پیرې بیلګراډ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي‌ چې ، د کاوسیس فرسټ نشن په سیمه کې د په سلګونو تنو ګم نامه خلکو قبرونو د موندل کیدو خبر البته چې ډیر دردونکی  او تراژیدیک  دی خو د حیرانتیا وړ  ندی.

هغې د کاناډا په ټولو خلکو غږ کړی دی چې پدې سختو او دردونکي‌ وضعیت کې د کاوسیس فرسټ نیشن د خلکو ترڅنګ ودریږي‌ .

همداشان د ساسکاچوان ایالت کې د یوې بلې ځايي ټولنې مشر ویلي‌ دي چې له بده مرغه نن ورځ‌ د کاناډا ځايي او اصلي‌ اوسیدونکو ته سپک نظر کیږي‌ او په سپکه سترګه ورته کتل کیږي. یو زیات شمیر خلک وايي چې دا تاریخي‌ پیښې دي‌ او په ماضي کې پاتې دي. خو مونږ وایو چې نه ددې پيښو هیرو په تاریخ کې خښول ممکن ندي. دا ماضي‌ نده بلکې نن ورځ‌ هم دوام لري. په لیلیه لرونکو ښوونځیو کې دا ماشومان وژل شوي‌ دي. که چیرې دا ماشومان په خپل مرګ او یا په کومه پيښه کې ژوند د لاسه ورکړی وی خامخا به يي په اړه راپور او یا ثبت او راجستر شوو معلومات شتون درلودی.

خو دا ماشومان وژل شوي‌ دي‌ ځکه د ټولو نه پټ ساتل شوي‌ دي.

د یادولو وړ ده چې د کاناډا په تاریخ کې تر ټولو د تورې دورې په توګه یادیدونکې د کلیسا اړوند د ښوونځي په ۱۸۸۰ کال کې پرانیستل شول چې په ۱۹۹۶ کال کې وتړل شوې.

پدې دوره کې به د کاناډا د اصلي‌ اوسیدونکو نه د هغوې ماشومان په زور سره اخیستل کیدل او پدې ښوونځیو کې به ځای په ځای کیدل.

ویل کیږي‌ پدې موده کې تر ۱۵۰ زره تنه ډیر ماشومان د خپلو کورنیو نه جلا شوي‌ او پدې ښوونځیو کې ځای په ځای شوي‌ دي.

پدې ښوونځیو کې به پدې ماشومانو د راهبانو لخوا فزیکي، رواني او جنسي‌ تیری کیدولو.

همداشان په ۲۰۱۰ کال کې پدې اړه د حقیقت موندنې کمیسیون په تحقیقات کې معلومه کړې ده چې پدې ښوونځیو کې به پدې ماشومانو د تیریو سربیره بعضې طبی ازمایښتونه کیدل.

د ویلو ده چې پدې طبي‌ امتحانونو کې په زرګونو تنه ماشومان د یخنۍ، ګرمۍ او نورو لاملونوله امله ژوند د لاسه ورکړی او په ډله ایزو قبرونو کې خښ شوي‌ دي.

کاتولیک مسیحیانو کلیسا په ۲۰۰۸ کال کې ددې پيښو په اړه په رسمي‌ توګه د بښنې غوښتنه وکړه.

د بله پلوه د کاناډا لومړي‌ وزیر جاستین ټروډو دوه ورځې مخکې د ځايي خلکو د ورځې په مناسبت په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي‌ چې یواځې بښنه غوښتل کافي‌ ندي. د تیرو اشتباهات د جبران په خاطر باید بیا نه تکراریدو په خاطر موجود خنډونه لرې کړو.



اړوند خبرونه