په کولمبیا کې په پوځي غنډ د غبرګو موټر بمونو سره برید شوی دی.
په کولمبیا کې پر پوځیانو د دوو موټر بمونو بریدونه شوي
1658900
په کولمبیا کې په پوځي غنډ د غبرګو موټر بمونو سره برید شوی دی.
د کولمبیا د رسنیو د خبر له مخې د نوموړي هیواد په شمال کې سانتاندر د خپلواکۍ ادارې په سیمه کې په یو پوځي غنډ د دوو موټر بمونو سره برید شوی دی.
پدې برید کې لږ تر لږه ۳۶ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
ویل کیږي دا برید د کوکوتا په ښار کې د ملي پوځ اړوند د غنډ په سیمه کې شوی دی. په سیمه کې دوو موټر بمونو ته انفجار ورکړ شوی دی.
د کولمبیا ولسمشر دا برید په ډیرو کلکو الفاظو غندلی دی او د دفاع وزیر ته د برید په اړه د هر څه ژر تحقیقاتو پيلولو او د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارولو امر کړی دی.
د کولمبیا د دفاع وزیر د قوتونو د قومندانانو سره یو ځای د پيښې سیمې ته تللی دی.
سیمه ایزو مقاماتو ددې بریدونو په تړاو د یو تن د نیولو نه خبر ورکړی دی.