د انګلستان لومړي وزیر پخوا د مسلمانو ښځو په اړه د کړو څرګندونو له امله بښنه وغوښته
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانس پخوا د مسلمانو میرمنو په اړه د کړو څرګندونو له امله بښنه وغوښته.
هغه وویل چې پخوا مې د مسلمانو میرمنو په اړه د کړو څرګندونو له امله چې د هغوې د خفګان لامل ګرځیدلې وې ډیر خواشینی یم.
جانس د وارویک پوهنتون د استاد پروفیسور سواران سینګ په مشرۍ د یو هيئت لخوا په محافظه کار ګوند کې د تبعیض او اسلام ضد مفکورو د ابعادو د څیړولو اړوند د راپور په اړه څرګندونې وکړې .
د ویلو ده چې د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانس په ۲۰۱۸ کال کې د ټیلي ګراف ورځپاڼې ته په لیکلي یوې مقاله کې هغه مسلمانو میرمنو ته چې بورقه او یا مکمل اسلامي حجاب پر سر کوي د بانک د غلو او د پوستې د کوتۍ مشابهت ورکړی وو.
جانس وویل چې د خپلو دې څرګندونو له امله ډیر خواشینی یم. انسانان زمونږ په موقف کې د کسانو نه د ډیر څه تمه کوي خو په ژورنالستۍ کې مجبور يي چې د ډیرې ازادې ژبې نه کار واخلې.
د همدې امله زه د کارولو جملو له امله ډیر خواشینی یم. که چیرې مانه څوک پوښتنه وکړي چې په خپلو ننیو لیکونو کې پخوا د کارولې ژبې نه کار اخلۍ ؟ زما ځواب دادی چې نه؟ نن ورځ زما موقف ته په کتو سره نه؟ ځکه چې نن ورځ زه لومړی وزیر یم .
د بله پلوه هیلې نفرت ندی د توکمپالۍ او تبعیض پر خلاف د مبارزې ډلې ویلي دي چې جانس په خپلو دې څرګندونو کې صمیمي ندی. د هغه دا څرګندونې هم جعلي دي.
د پروفیسور سینګ په مشرۍ د ترسره شوو تحقیقاتو په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځه په محافظه کار ګوند کې د ۷۲۷ توکمپاله او تبعیض واقعې رامنځته شوي دي چې په اړه يي ۱۴۱۸ شکایتونه ترلاسه شوي دي. ددې هرو دریو شکایتونو نه ۲ يي د اسلام ضد څرګندونو او کړنو په اړه دي.
په راپور کې راغلي دي چې په محافظه کار ګوند کې د اسلام ضد مفکورې ستونزه اوس هم دوام لري. دا مسئله ګوند ته ډیر سخت زیان رسوي او د ټولنې لویه برخه زمونږ نه جلا کوي.