په افریقايي هیواد مالي کې پوځ د ولسمشر او لومړي وزیر په ګډون ټول جګپوړي مقامات نیولي دي
په افریقايي هیواد مالي کې پوځ ولسمشر او لومړی وزیر د نیولو نه وروسته د پوځ عمومي قرارګاه ته انتقال کړي دي.
په مالي کې پوځ د ولسمشر او لومړي وزیر په ګډون یو زیات شمیر لوړپوړي چارواکي نیولي او ټول يي پلازمینې ته نږدې په یوې پوځي قرارګاه کې بندي کړي دي.
د ځايي رسنیو د خبر له مخې د پوځ لخوا په نیول شوو کسانو کې د دفاع وزیر هم شتون لري. نوموړي کسان پلازمینې باماکو ته نږدې د کاتي پوځي هډې ته بیولي دي.
یو زیات شمیر برخو کې د مالي د پوځ ددې اقدام نه د کودتا د تشبث په توګه یادونه کړې ده .
د مالي پوځ د حکومت لخوا په کابینه کې د بدلون راوستو نه څو ساعته وروسته دا اقدام کړی دی.
ویل کیږي حکومت د کابینې نه دوه تنه پوځیان چې ۹ میاشتې مخکې په مالي کې په رامنځته شوې کودتا کې لاس درلود د لرې کړي وو.
د بله پلوه ملګروملتونو سازمان، اروپايي ټولنې او امریکا په ګډون د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو د مالي د پوځ دا اقدام په کلکه توګه غندلی او هر څه ژر يي د ولسمشر او لومړي وزیر په ګډون د ټولو مقاماتو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده .