په امریکا کې په یو محفل وسله وال برید له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په امریکا متحده ایالتونو کې په یو محفل د وسله وال برید له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
1644264
د امریکا د نیوجرسي په ایالت کې په یو کور کې په جوړ شوي محفل د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
د نیوجرسي ایالت پولیسو د بیان په خپرولو ویلي دي چې د کامبرلانډ په سیمه کې په یو کور کې په جوړ شوي محفل چې په سلګونو تنو پکې ګډون کړی وو وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې یو تن نارینه او یوې میرمنې په ګډون دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید کوونکي په اړه څه ندي ویل شوي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.