په یو ورځ کې څه باندې ۵۰۰۰ زره تنه ناقانونه کډوال اسپانیا ته اوښتي دي.
د مراکش نه په یو ورځ کې څه باندې ۵۰۰۰ تنه ناقانونه کډوال اسپانیا ته اوښتي دي
دا خبره د اسپانیا رسنیو کړې ده . د اسپانیا د رسنیو د خبر له مخې یواځې تیره ورځ څه باندې ۵۰۰۰ تنه مراکشي کډوال اسپانیا ته اوښتي دي. د نوموړو کډوالو ۷۰۰ تنه يي ښځې او ماشومان تشکیلوي. نوموړي کډوال د شپې د ۲ بجو نه په اعتبار سره د سمندر له لارې په لامبو او یا په هغه سیمو کې چې د څپو د مخنیوي په خاطر موانع موجودې دي په پلي توګه تیر شوي دي.
د نوموړو کډوالو نه یو تن په سیند کې ډوب شوی او ژوند يي د لاسه ورکړی دی.
اسپانیا رسنیو ویلي دي چې د مراکش امنیتي ځواکونو د کدوالو د مخنیوي په برخه کې هیڅډول اقدام ندی کړی.
د نوموړو کډوالو د تیریدو نه وروسته د اسپانیا د سیوتا د کډوالو په کمپ کې هیڅ ځای پاتې ندی.
د سیوتا د ښار چارواکیو ویلي دي چې د کرونا ویروس د تدابیرو له امله يي ځیني کډوال په ډیپوګانو کې ځای په ځای کړي دي.
د بله پلوه د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د سیوتا په سرحدي سیمه کې د امنیت د ټینګولو او ناقانونه کدوالو د تګ راټګ د مخنیوي په خاطر لازم تدابیر نیول شوي دي او د مراکش سره د موجود تړون له مخې د راوښتو ناقانونه کډوالو د ډیپورتولو په خاطر په لازمو تدابیرو نیولو پیل شوی دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.