جو بایدن : ددې وخت رارسیدلی دی په افغانستان کې د امریکا ستره جګړه پآیته ورسو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن  وویل چې ددې وخت راسیدلی دی چې د افغانستان نه زمونږ خواکونه خپل کور ته راستانه شي.

1621472
جو بایدن : ددې وخت رارسیدلی دی په افغانستان کې د امریکا ستره جګړه پآیته ورسو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن  وویل چې ددې وخت راسیدلی دی چې د افغانستان نه زمونږ خواکونه خپل کور ته راستانه شي.

بایدن وویل چې مونږ نشو کولای چې نور په افغانستان کې  خپل نظامي‌ شتون اوږد کړو او یا يي تمویل کړو. د افغانستان نه زمونږ د وتلو مناسب شرایط رامنځته شوي‌ دي.

اوس مونږ د بل ډول نتیجې تمه کولای نشو. زه د امریکا متحده ایالتونو څلورم ولسمشر یم چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي.

دوه ډیموکراټ او دوه جمهوریت پلوه ولسمشران . زه نه غواړم چې دا مسئولیت پنځم ولسمشر ته پریږدم .

مونږ د خپلو نږدې متحدینو، ډيپلوماټانو، پراختیايي کارپوهانو، کانګرس ، د ولسمشر مرستیال او همداراز د افغانستان ولسمشر ښاغلي‌ غني‌ او د نړۍ په کچه د نورو مشرانو او استخباراتو د کارمندانو سره د مشورې نه وروسته پدې نتیجه ورسیدو چې اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د امریکا تر ټولو ستره جګړه پایته ورسو.

اوس ددې وخت راسیدلی دی چې امریکايي ځواکونه خپل کور ته راستانه شي.

هغه وویل چې د امریکا پخواني‌ ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو لپاره د مې لومړۍ نیټه ټاکلې وه. مونږ د مې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو لړۍ پیلوو خو پدې کار کې ډیرې بیرې او عجلې نه کار نه اخلو. د افغانستان نه خپل ځواکونه د پوره مسئولیت، احتیاط او په خوندي‌ ډول وباسو.

بایدن د ټولو متحدو هیوادونو نه چې د تیرو شلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا نه ملاتړ کړی دی مننه وکړه.

هغه وویل چې د سپټمبر د ۱۱  خائین برید د شلمې کلیزې نه مخکې به امریکايي ځواکونه د ناټو متحدو هیوادونو د ځواکونو سره په ګډه د افغانستان نه ووځي.

هغه وویل چې امریکا به په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې مذاکراتو نه ملاتړ ته دوام ورکړي. همداشان امریکا به په افغانستان کې د ښځو د حقونو نه دفاع کولو ته دوام ورکړي. ددې هیواد سره به بشري‌ مرستو لړۍ دوام وکړي.

هغه وویل چې د سیمې د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، روسیې، چین، هندوستان او ترکیې نه به د افغانستان سره د لا زیاتو مرستو او ملاتړ غوښتنه وکړو.

بایدن وویل چې  په یو هیواد کې د زرګونو تنو سرتیرو ساتل  یو ډیر ناسم او بې ځایه خبره ده.

هغه وویل لکه ځرنګه چې پوهیږۍ د القاعدې د شبکې د مشر د مړینې نه لس کاله تیریږي . ددې سره سره اوس هم په افغانستان کې پاتې کیدل یوه بې ځایه مسئله ده. هغه وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل د هرې ورځې په تیریدو سره خپل اهمیت د لاسه ورکوي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ د تیرو څو کلونو په ترڅ کې په نړۍواله کچه د ترهګرۍ ګواښ‌ او تهدید نورو سیمو ته خپور شوی دی.

یواخې په یو هیواد کې د زرګونو تنو ځواکونو ساتل یوه بې ځایه پریکړه ده. هر کال پدې ځواکونو په میلیاردونو ډالره مالي‌ لګښت راځي. دا خبره هم زما او هم زمونږ د مشرانو لپاره یوه ناسمه او بې خایه خبره ده.

هغه وویل چې د افغانستان نه د وتو نه وروسته به هم تل زمونږ سترګې او نظر تهدیدونو ته وي. طالبانو او افغان حکومت باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسئله کې زمونږ سره کړي‌ ژمنې عملي‌ کړي.

بایدن د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په تصمیم نیوکو کوونکو ته داسې وویل ،

زه غواړم چې دا مسئله معکوس کړم. شل کاله مخکې یعنې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې خونړۍ او وحشي برید نه وروسته افغانستان ته داخل شوو. یعنې په ۲۰۲۱ کال کې هم هلته زمونږ پاتې کیدل عقلاني‌ خبره نده. 

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل چې امریکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱ مې نیټې د افغانستان نه وباسي.

جو بایدن وویل چې مونږ خپل هدف ته ورسیدو. البته چې طالبان اوس  هم یو تهدید دی خو نور هم دا جګړه اوږدولی نشو. مونږ غوښتل چې افغانستان په یو داسې هیواد بدل کړو چې د امریکا لپاره د تهدید نه ووځي‌ او نن ورځ‌ مونږ دې هدف ته ورسیدو.

د بله پلوه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه د ولسمشر بایدن پریکړې ته درناوی لري.

مونږ به ددینه وروسته هم د امریکا سره نږدې همکارۍ او کار کولو ته دوام ورکړو.



اړوند خبرونه