بایدن د پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د امریکا ولسمشر د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د اوکراین سره په پوله کې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو غوښتنه وکړه.
د امریکا ولسمشر جو بایدن د اوکراین د مسئلې په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر جو بایدن نن د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د سیمه ایزو او نړۍوال مسئلو ترڅنګ د نیو سټارټ تړون ته د وسعت ورکولو د امریکا او روسیې ترمنځه د وسلو د کنټرول او د موجودو امنیتي مسئلو او ستراتیژيک استقرار خاطر د ډیالوګ او مذاکراتو د دوام ټینګار وکړ.
همداشان بایدن پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د روسیې د سایبري بریدونو او د امریکا په ټولټاکنو کې د مداخلې په خاطر د امریکا د ملي ګټو او منافعو په خاطر به د روسیې په مقابل کې خامخا ځیني مهم ګامونه اوچت کړي. همداشان بایدن د اوکراین د ملي حاکمیت او مځنکنۍ بشپړتیا په مسئلې هم ټینګار وکړ.
بایدن د پوتین نه هر څه ژر د اوکراین سره په پوله کې د روان تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو غوښتنه وکړه.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.