په نایجریا کې ترهګرو ستر قتل عام وکړ

په نایجریا کې د مالي سره په پوله کې په څو کلونو په ترسره شوو بریدونو کې په لسګونو تنه بې ګناه او ملکي وګړي په قتل رسول شوي دي.

1606483
په نایجریا کې ترهګرو ستر قتل عام وکړ

 

د نایجریا د حکومت ویاند ذکریا عبدالرحماني دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې د یکشنبې پر ورځ  د تاهوا د سیمې د انتظایني، باقورات او ویستانه پر کلو وسله وال بریدونه شوي چې په نتیجه کې ستر قتل عام رامنځته شوی دی.

ویاند ویلي دي چې له بده مرغه چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې تیره اونۍ هم  په نایجریا کې د مالي پولو ته نږدې د ملکي وګړو په یو بس موټر وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

همداشان د روان کال د جنوري په میاشت کې هم  پدې هیواد کې په څو کلو وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې لږ تر لږه څه باندې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کلونو کې  په درې ګاونډیو هیوادونو بورکینو فاسو، مالي او نایجریا کې د القاعدې ترهګري سازمان اړوند ترهګریزو ډلو او داعش ترهګرې ډلې لخوا وخت نا وخته ډیر ستر ستر قتل عامونه ترسره کیږي.

ترهګرو وخت نا وخته په کلو ، ښوونځیو او عام خلکو خونړي بریدونه کوي.



اړوند خبرونه