بایدن الوتکې ته ختو پر مهال د زینه کې وغورځید
د امریکا ولسمشر بایدن الوتکې ته د ختو پر مهال د الوتکې په زینه کې وغورځید
1604896
![بایدن الوتکې ته ختو پر مهال د زینه کې وغورځید](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/da65/e034/9908/60550339651fb.png?time=1719032247)
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن الوتکې ته د ختو پر مهال په زینه کې درې ځلې خپه وښویده او په دریم ځل په زینه کې وغورځید.
سپینې ماڼۍ ددې پيښې د رامنځته کیدو نه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ولسمشر بایدن روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی.
د ویلو ده چې بایدن نن جمعه د مارچ ۱۹ مه نيټه د جورجیا ایالت د اتلانتا ښار ته د سفر نه مخکې د اندریو په پوځي هډه کې د کمرو مخې ته ښکاره شو.
هغه د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو نه وروسته الوتکې ته د ختو پر مهال په زینه کې درې ځلې خپه وښویده. همداشان په دریم ځل په زینه کې وغورځید.
ددې پيښې نه وروسته سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د ولسمشر بایدن روغتیايی حالت ښه دی.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719032247)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.