په نیجیر کې په وسله وال برید کې په لسګونو تنه وژل شوي

په نایجیر کې د مالي هیواد سره په پوله کې په یو ترهګریز برید کې لږ تر لږه ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1602905
په نیجیر کې په وسله وال برید کې په لسګونو تنه وژل شوي

 

د نایجیر حکومت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې تیره ورځ  موټر سایکل سپرو وسله والو ترهګرو د مالي هیواد سره په پوله کې د تیلابیري په سیمه کې په یو بس موټر د حیواناتو د بازار نه د راستنیدو پر مهال وسله وال برید وکړ .

پدې برید کې ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. د بله پلوه ځینو سیمه ایزو سرچینو بیا ویلي دي چې د مړو شمیره ۶۵ تنو ته لوړه شوې ده .

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه اخیستی ندی.

سیمه ایزو مقامات وايي په لوی ګمان کې دا برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا چې د اوږدې موده راهیسې په سیمه کې فعالیت کوي ترسره شوی وي.



اړوند خبرونه