په امریکا کې د مساج په سالونونو خونړي بریدونه شوي
په امریکا متحده ایالتونو کې د مساج یا چاپي په درې جلا سالونونو وسله وال برید شوی دی.
د امریکا د جورجیا په ایالت کې د مساج په درې سالونونو د وسله والو بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د جورجیا ایالت د مرکز اتلانتا د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په ښار کې د مساج په درې سالونونو جلا جلا بریدونه شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې لومړی برید د انتلانتا ښار شمال لوري ته د چیروکي په سیمه کې د مساج په سالون وشو. پدې برید کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان ددې برید نه لنډه موده وروسته د اتلانتا ښار په مرکز د مساج په یو بل سالون د وسله وال برید نه خبر ورکړ شو.
پدې برید کې هم ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د دویم برید نه څو شیبې وروسته په همدې سیمه کې د مساج په یو بل سالون هم وسله وال برید وشو.
پدې برید کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو د درې واړو بریدونو په اړه د تحقیقاتو په نتیجه کې د ماښام په ساعتونو کې برید کوونکی ونیو.
پولیسو ویلي دي چې دا بریدونه د روبیرټ ارون لانګ په نامه د یو تن لخوا شوي دي.
امریکايي رسنیو ویلي دي چې پدې پيښه کې د وژل شوو ۸ تنو نه ۶ تنه يي اسیايي الاصله ښځې دي.
پولیسو ویلي دي چې د برید لامل او انګیزه معلومه نده . د برید کوونکي نه تحقیقات دوام لري.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.