د روسیې په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمنځه ستر بحران رامنځته کړی دی
د روسیې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځه اړیکې د شلیدو په درشل کې قرار لري.
د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه څرګندونو د روسیې ډیر سخت غبرګون وپارو.
روسیې په واشنګټن کې خپل سفیر هیواد ته راوغوښته.
د امریکا ولسمشر جو بایدن د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه وویل چې هغه قاتل دی. هغه د امریکا په ټولټاکنو کې مداخله کړې ده او ددې بدل به خامخا پرې کوي.
د بایدن دې څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې د شلیدو نقطې ته راوستې.
روسیې د بایدن ددې څرګندونو په مقابل کې په واشنګټن کې خپل سفیر هیواد ته راوغوښته.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د ای بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې پوتین د ۲۰۲۰ کال په ټولټاکنو کې د ټرمپ په ګټه مداخله کړې ده چې ددې بدل به خامخا پرې کوي.
بایدن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه به څه ډول بدل پرې کړي؟ وویل ، په نږدې راتلوونکې کې به يي وګورۍ.
همداشان بایدن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قاتل دی.